مصر - په وینو او لمبو کي

مصرکې ستره کربلا اوداسلامي نړۍ دردونکې چوپتیا

دمصر په پلازمېنې قاهره کې داګست په ۱۴مه نېټه دمصري فوځ اوپولیسو په لاس دمسلمان ولس په بې رحمانه قتل عام داثابته شوه چې رښتیاهم دمصر اوسنی رژیم ددې حقدار دی چې فرعوني رژیم وګڼل شي ؛ دابېله خبره ده چې دې دولت ته په فرعوني دولت ویلو که دهرفرعون روح خبرېږي سخت به شرمنده وي .

دچارشنبې په ورځ سهاروختي په ټانکونو کې سپروفوځیانو دمسلمانانو په اعتراضي کمپونوخونړی یرغل وکړاوله ځانونوسره راوستي بلډوزرونه یې پدې کمپونو وروخېجول ،

دځمکني فوځ سره چورلکې هم ملګری وې اودحملې نه لاوړاندې دشپې له مخې په پټه په زرونو فوځیان دښارټولو لوړو ودانیوو ته خېجول شوي ووچې همدوئ زیاتره مسلمانان په سرونو ، څټونو اودبدن په نوروپورتنو برخو ویشتلي اوشهیدان کړیدي ؛ ددې خلکو ګناه داوه چې دفوځ له لورې دلری شوي منتخب ولس مشر محمد مرسي بېرته واک ته دراوستلو غوښتنه یې کوله ، ددې لپاره یې دتېرو۴۴ ورځوراهیسې مظاهرې کولې اواعتراضي کمپونه یې جوړ کړي وو ؛ ډېر وحشتناک اوله حده زیات دردونکی منظرو ، په سکندریه ، پورټ سعید ، النصر اوځینو نوروښارونوکې هم فوځ په مسلمانانو خونړئ حملې کړیدي چې پکې ګڼ شمېر مسلمانان شهییدان شویدي خوپه قاهره کې بېخي ستره کربلا وه ؛ سرکونه ، لارې اوکوڅې له شهیدانو ډکې وې اوله هرلورې دټپیانو زګېروي پورته کېدل ؛ وحشي فوځ ۳ سوه پاکې مېرمنې اومعصوم کوچنیان په خېمو کې ژوندي وسوځول ؛ دشهیدانوشمېر له ۳ زره او ۵ سو ه نه اوښتی او ټپیان ۱۰ زروته رسېدلي دي ، په شهیدانو کې داخوان المسلمین دمرشد عام دمرستیال ښاغلي خيرت الشاطر لور او زوم هم شامل دي ؛ دټپیانو دپورته کولو لپاره نه امبولانس و اونه هم دصحت عامې عمله تردې چې اخوان المسلمین په عامومسلمانانو غږوکړچې دزخمیانو پورته کولو لپاره دې دخپلوموټروسره لاروکوڅوته راووځي ؛ ظالم فوځ عام خلک هم دټپیانو پورته کولوته نه پرېښودل اودخلکوترمخه یې دهرشهیدپه پاک جسد تېل پاشل او اور يې وراچولو تردې چې درابعه العدویه دسترمسجددننه برخې ته یې هم اور واچولو اودقرآنکریم دزرونو نسخو سره یوځاي یې پکې ټول شهیدان اوسخت ټپیان وسوځول اوچې وحشي زړونه یې پدې هم یخ نه شول نوترروغتونونو ولاړل شهیدان یې ترې راوویستل ویې سوځول اوبيایې چېرته نامعلوم لرې ځای ته ددې لپاره انتقال کړل چې نړۍ ته دمړوشمېره کمه ښکاره کړي ځکه خو دولتي رادیو اوتلویزون وایې چې یواځې ۵۲۵ تنان دفوځ اوپولیسوسره په اخ وډب کې وژل شویدي ؛ دغاصبې ادارې دې دروغو ته وګورئ ! له یوې خواشمېر دومره کم ښایې اوله بلې خوادې قتل عام ته داخ وډب نوم ورکوي ترڅوښه په سپین سترګۍ ستر ظلم هم وکړي اوځان بري هم کړي !؟

په قاهرې اونورو ښارونوکې چې پدې دومره وحشت اوبې دردۍ دمسلمانانوقتل عام ته وکتل شي هیڅ سړی داتصور نه شي کولای چې دابه په یومسلمان هېوادکې ددولت له لورې په خپلو هېوادوالو ترسره شوی ظلم وي بلکې داسې ښکاري لکه دچنکېزیانوله لورې چې پدې هېواد دیوې سترې حملې په نتیجه کې داستر قتل عام رامنځته شوی وي .

دلته داخبره هم ډېره مهمه ده چې داسی نده چې ګینې داقتل عام له ارادې پرته یاله پروګرام خلاف رامنځته شویدي بلکې پروګرام اواراده له دې هم څوچنده زیاته وه ؛ دحملې نه وړاندې دمصردولتي ورځپاڼې الاهرام لیکلي ووچې دولتي لوړپوړوچارواکوپرېکړه کړیده چې دمحمدمرسي په پلوۍ کې دراټولو شویوتنانو کمپونه به دیوې حملې په ترڅ کې له منځه وړي اودحملې په ړومبۍ ورځ به ۲۵ زره اخوانیان وژل کېږي .

دحملې نه وړاندې دنوموړې ورځپاڼې له لارې د دولت دې اخطار داوښووله چې دا قتل عام دپلان له مخې رامنځته شوی اوپلان ددومره سختې اوسترې حملې و چې باید د ۲۵ زرونه زیات تنان پکې وژل شوي وای خودا دالله تعالی فضل وچې خبره لسګونوزروته ونه رسېدله .

امریکا اونوره لویدیځه کفري نړۍ خوپه مصرکې هسې هم همدا حالت غوښتلو ، دهمدوئ دشوموپلانونو په نتیجه کې داهرڅه رامنځته شول ، همدوئ دې هروحشت ته فوځ هڅوي اوپه ملا یې ټپوي خوافسوس پدې دی چې پدې دومره حساسو شېبو کې اسلامي نړۍ ولې بې تفاوته پاتې شوه ؟   په یوې دولتي ورځپاڼې کې په ښه ډېری سپین سترګۍ دمصرددولت له لورې دخپل ولس دقتل عام اعلان رامخې ته کېږي خواسلامي نړۍ یې دمخنیوي لپاره هیڅ اقدام نه کوي اوبیا دا اعلان یواځې اعلان پاتې نه شو بلکې په ډېر وحشت سره عملي هم شو خو دترکې په شمول دڅو هېوادونوله لورې درسمي غندنې پرته بل هیڅ هم نه رامخې ته کېږي ؛ داڅومره دافسوس مقام دی چې په یواسلامي هېواد کې دننه دولس اودولت ترمنځ یوه کوچنۍ ستونزه ده خوټولی اسلامي نړۍ یې دحل لپاره هیڅ ونکړل .

دیادولو وړده چې دحملې نه دوه ورځې وړاندې داوسنۍ ادارې دباندنیو چارو وزیر نبیل فهمي اخطار ورکړی ووچې ٫٫ دمحمدمرسي پلویان به داعتراضي کمپونو نه ډېر ژر پورته کړای شي ؛ که ددوئ سره مذاکرات بریالي نه شول نودقانوني لارې به ددوئ نه داکمپونه خالي کړای شي،، نوملګري ملتونه ، دبشر دحقوقو په نوم فعالی نړیوالی ادارې ، امریکااونوره لویدیځه نړۍ داپوښتنه ولې نه مطرح کوي چې دنړۍ هغه کوم قانون دی چې په خپل هېواد کې دننه دې پردولتي ادارې داعتراض کولو په موخه په راټولوشویو هېوادوالو دحملې کولو اودزرونوترحده دوژلو اوټپي کولو اجازه ورکړي ؟ دنړۍ کوم قانون د۳ سوه کوچنیانو اومېرمنو دژوندي سوځولو اجازه ورکوي ؟ دنړۍ کوم قانون وایې چې په روغتونونو اولاروکوڅوکې دې دبې ګناه وژل شویو انسانانو جسدونه وسوځول شي ؟

دلیبیاقبضه چې مطلوبه وه نوامریکا اودلویدیځ لوی شیطاني اتحاد ناټو خودقذافي ددولت په لاس دګوتو په شمېر دیوڅوتنانو په وژل کېدو دقذافي پرادارې یواځې انتقاد اوبندیز نه بلکې حمله کول هم اړین ګڼل خودلته چې ددوئ دلاسپوڅې ادارې په لاس په یوې ورځ کې اسلام خوښي لسګونه زره بې ګناه انسانان وژ ل کېږي نودمنافقت نه ډکودڅو غولونکو توروپرته دوئ نور هیڅ کول اړین نه بولي .

محمدمرسي ته بېرته دواک سپارلولپاره چې دمصرغیرتمنو مسلمانانو کومه اوږده مبارزه وکړه اوپدې لارکې یې څومره قربانئ وړاندې کړې په انساني تاریخ کې به څوک دکوم لومړي وزیر یا ولسمشر لپاره دوفادارۍ اوقربانۍ ورکولوداسې ساری وړاندی نکړای شي .

امریکا اونوره اسلام دښمنه لویدیځه نړۍ باید پدې ځانونه پوه کړي چې دمصردمسلمانانو دابې ساري قرباني واک ته دیوشخص دراوستلولپاره نده بلکې دهغی رڼا دراوستلو لپاره ده دکومې دمړه کولولپاره چې اسلام دښمنو غربیانو اوپه اسلامي نړۍ کې ددوئ لاسپوڅو واکمنو شپه او ورځ پرځانونو یوه کړیده اوداقربانئ دهغه فکر داحیاء لپاره دي دکوم فکر لپاره چې دتاریخ په اوږدوکې دمصر اودنړۍ مسلمانانو سترې قربانئ ورکړیدي ؛ تاریخ ګواه دی مسلمانو شازلموتل ددې نور اوفکر مبارکه شجره په خپلو وینوتر وتازه ساتلی ؛ انساني تاریخ پدې هم ګواه دی چې دهرې سترې قربانۍ نه پس داړنامړه شوی نده بلکې وړانګې یې په ډېری تېزۍ لاپسې خپرې شویدي .

زموږ لپاره دمصر اوسنی حالت ډېر دتشویش وړدی اوپدې ښه پوهېږو چې دفوځ په لاس داوسني قتل عام په رامنځته کولوداسلام اومسلمانانو دښمنان غواړي چې ډېرژر مصرهم دشام په برخلیک اخته کړي ؛ داوسنۍ سترې خونړۍ پېښې په رامنځته کولوبه دوئ خپل هدف ته په ورنېږدې کېدلو ځانونه کامیاب ګڼي خوموږ چې دنبوي مبارک عصرنه ترننه خپل تاریخ رامخی ته کړو نو راته دقربانۍ هره داسې پېښه په تور تاریک سمندر کې هغه روښانه جزیره ښکاري چې بالآخره ټول تاریک سمندر دخپلو وړانګو لاندې راولي ؛ موږیقین لروچې په اوسنۍ پېښه کې دمسلمانانو دسترې قربانۍ په برکت به دنړۍ اوخصوصاً دمصر مسلمانان خپل دین ته ډېر نېږدې شي ، ددين لپاره دقربانۍ اوجهادي فکر به پکې نور هم قوي شي اوداسلام ددښمنانو اودهغوئ دلاسپوڅوسره به يې په زړونوکې نفرت لاپسې قوي شي ؛ دقوت دسمندر داسترموجونه به نه یواځې داچې پر اسلامي نړۍ دلویدیځ له لورې مسلط شوي لاسپوڅي لاهوکړي بلکې داسلام ددښمنانوترساحله به هم ورورسېږي چې بیابه یې ددوئ لپاره مخنیوی ډېرګران وي نوغوره داده چې دمصر واکمنان اودلویدیځ مشران دمصري ولس نه بښنه وغواړي اومحمد مرسي ته ژرترژره په واک سپارلومصري ولس اونړۍ ته دنورواحتمالي رسېدونکوتاوانونو مخه ونیسي . 

شهید زوی

د الاماره ویب پاڼي څخه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x