نظــر

جمعيت اصلاح له کوم کتابه غږيږي؟!

وايي چې د يو چا عزت تر پښو لاندې کيده خو ده خپل ټوپک په دې تمه ساتلی و چې ښې او بدې ته به پکار شي!! نن مې چې کله د فيسبوک صفحه خلاصه کړه د ګڼو نشراتو تر منځ مې په داسې څه سترګې ولګيدې چې د دې څو لنډو کرښو ليکلو ته يې مجبور کړم.

د جمعيت اصلاح  د دعوت او ارشاد د څانګې مسئول ښاغلي عبد الفتاح جواد د خپلې فيسبوکي پاڼې پر مخ ليکلي و چې په مصر کې ‌د ډلييزو وژنو په ليدو سره ځيني دوستان (احساساتي) شي او وايي چې اخوانيان وسله ولې نه اخلي او له فوځ سره جګړه نه پيلوي؟ حال دا چې پلان همدغه دی چې مصر کې اوږده کورنۍ جګړه پيل شي، اقتصاد تعليم صحت او هر څه په ناورين واوړي. خو اخوان المسلمین به نور هم په بې ساري صبر او مقاومت سره دغه دسیسه شنډوي!!!

هو سره له دې چې د (سولييزو مظاهرو) په نتيجه کې په زرګونو خلک وژل کيږي او لړۍ يې جریان لري خو بيا هم دوی له سولييزې مظاهر ګټورې ګڼي او له دې پرته څه په نظر نه ورځي. د دې جمعيت يو بل لوړ پوړی غړي ښاغلي عبد الباقي عبدالکبير په خپله پاڼه کې ليکلي: (وكمترين چيزي كه ما ميتوانيم درين مورد بكنيم اينكه اهل علم ودانش اين ظلم وكشتار را در يك تظاهر مسالمت آميز تقبيح كنند(.

د نصر افغاني په نوم يو کس د جواد د خبرې په رد کې دوه مهمې نقطې ذکر کړې وې چې ما ته ډيرې په زړه پورې وي، غواړم دلته يې په يو څه تصرف سره رانقل کړم:

اول: الله فرمايي: )كتب عليكم القتال وهو كره لكم وعسى ان تكرهوا شيئا وهو خير لكم وعسى أن تحبوا شيئا وهو شر لكم والله يعلم وأنتم لا تعلمون( يعنې الله په تاسو باندې قتال فرض کړی په داسې حال کې چې ستاسو نه خوښيږي، او شايد تاسو يو شی نه خوښوئ خو هغه به مو په خير وي، او شايد تاسو يو شی خوښوئ خو هغه به مو په شر وي، او الله پوهيږي او تاسو نه پوهيږئ!

دوهم: متأسفانه جي دير مسلمانان له جهاد نه ويريي او وايي جي جهاد تخريب دي او د ذلت به زوند راضي وي, الله تعالى فرمايي: (قد يعلم الله المعوقين منكم والقائلين لإخوانهم هلم إلينا ولا يأتون البأس إلا قليلا( الأحزاب سوره:18, ژباړه: بې شکه ستاسو له جملې نه د خيريه کارونو په بندوونکو باندې الله پوهيږي، او په هغو ويونکو باندي هم کوم چې خپلو وروڼو ته وايي: مونږ ته راشئ (دجنګه له ميدانه راوتښتئ)، او په هغو باندې هم کوم چې جنګ ته نه ورځي مګر ډير لږ وخت!!

مفسرین فرمايي چې دلته له (المعوقين) نه هغه څوک مطلب دي چې خلک له ايمان راوړلو او يا له مومنانو سره له مرستې منع کوي.

په مصر کې په زرګونو ښځې او ماشومان نارې وهي چې (ربنا اخرجنا من هذه القریة الظالم اهلها) يعنې اي ربه مونږ له دې ښاره وباسې چې اهل او واکداران يې ظالمان دي، خو متاسفانه ځينې ډلګۍ لګيا دې دعوت کوي چې پام چې د دوی په دفاع کې وسلوال جهاد پيل نه کړئ! او د همدې آيت لومړۍ برخه يې هيره کړې چې فرمايي: (و مالکم لا تقاتلون في سبيل الله والمستضعفين من الرجال والنساء والولدان الذين یقولون ربنا…).

جمعيت اصلاح که په مصر کې وسلوال جهاد له دې وجې نه مني چې دښمن د داخلي جنګونو د پيليدلو پلان جوړ کړی، دا جمعيت ولې له دې پلان نه دومره په ويره کې دی چې قراني ايتونه يې شاته غورځولي، الله تعالی فرمايي: (اذن للذين يقاتلون بانهم ظلموا وإن الله على نصرهم لقدير) (حج: 39): يعني هغو كسانو ته د جهاد کولو اجازه ورکړل شوې ده کومو سره چې جنګ کول کيږي او جګړه ورباندې تحمليږي (که څه هم دوی سولييز مقاومت کوي) اجازه ځکه ورکړل شوه چې په دوی باندې ظلم شوی، يقينا الله د دوی په مرسته قادر دی نو د دوی له کمزورۍ سره سره به غلبه ورکړي.

مصري مسلمانان بايد په دې پوخ ايمان ولري چې که د ځان او نورو مظلومانو په دفاع کې وسلوال جهاد پيل کړي، الله به ورسره خامخا کومک کوي، ځکه د الله وعده حقه ده، او د دښمن پټ تدبيرونه به له مينځه يوسي، (ومکروا مکرا و مکرنا مکرا، وهم لا یشعرون).

كه د چا ايمان په دې ايت باندې پوخ وي آیا هغه به د دښمن له مکر او پلان ګوزارۍ نه وډار شي؟! تر دې حده چې قراني حکم او اصلي منهج شا ته پريږدي؟! آيا رسول الله صلی الله عليه وسلم دا نه شو کولی چې په خپل اصلي وطن (مکه) کې د فساد په ضد جهاد نه بلکې تر اخره پورې سولييز مقاومت وکړي تر څو د خلکو اقتصاد، صحت، تعليم او نور په ناورين اخته نه شي لکه چې جواد صاحب يې تجويز کوي!! ريښتيا چې جمعيت اصلاح په مکي دور کې ژوند کوي!!

د فساد لمن تل د جهاد په وسيله ټوله شوې او ټوليږي، نه په صبر او سولييز مقاومت سره. الله تعالی فرمايي: (فهزموهم بإذن الله, وقتل داوود جالوت وءاتاه الله الملك والحكمة وعلمه مما يشاء, ولو لا دفع الله الناس بعضهم ببعض لفسدت الارض ولكن الله ذو فضل على العالمين) [البقرة:251] يعنې: کله چې د اسلام او کفر لښکر (د طالوت او جالوت لښکر) سره مخامخ شو او مسلمانانو له الله نه کومک وغوښت نو دوی خپل دښمن د الله په حکم مات کړ، او داود علیه السلام جالوت وواژه، او داوود ته الله تعالی پاچاهي او پيغمبري ورکړه او د خپلې خوښې په اندازه علوم يې ورزده کړه. او که ځينو خلکو لره د ځينو نورو خلکو په ذريعه د الله لخوا مخنيوی نه وی نو ضرور به ځمکه فاسده شوې وی خو الله په عالمونو باندې د لوی فضل خاوند دی.

دوی چې د ډلييزو وژنو په مقابل کې هم په صبر او تحمل باندې توصيه کوي او جهاد نامناسب او احساساتي اقدام ګڼي خامخا به هغه عمل هم احساساتي ګڼي چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم د يوې مسلمانې زنانه د بې سترۍ په دفاع کې سلامت لښکر راوويست.

او دا بايد په ذهن کې ولرو چې : داسې جهاد به هيڅ چيرته پيدا نه شي چې څوک دې ورته د ملامتې ګوته و نه نيسي، الله تعالی خو د خپلو بنده ګانو په زړونو عالم دی ځکه خو يې د مسلمان قوم په صفاتو کې فرمايلي: (أذلة على المؤمنين أعزة على الكافرين يجاهدون في سبيل الله ولا يخافون لومة لائم) المائده سوره:56, يعنې په مومنانو باندې به نرمي کوي او په کفارو باندې به له سختۍ او شدت نه کار اخلي، د الله په لار کې به جهاد کوي او د هيڅ ملامت کوونکي له ملامتیا به نه ډاريږي!! اشاره دې ته ده چې تاسو به په دې کار سره د ډير خلکو لخوا ملامته کيږئ چې داخلي جنګ ته لار هواروي، د خلکو اجتماعی ژوند ته خطر متوجه کوي او ډير نور شکونه او شبهات به دراچوي خو له هيچا مه ډاريږئ.

د دې جمعيت يو بل نامقبول کار دا دی چې له کله راهيسې چې په مصر کې د مرسي په ضد کودتا شوې، دوی په ډيره ګرمه توګه د هغو حالاتو په اړه راپورونه او نظرونه چې اکثره يې ګمراه کوونکي وي، نشروي. يقينا چې د دې کړنو په ليدو سره به د هر باانصافه لوستونکي په ذهن کې همدا خبره ګرځي چې: ای کاش چې دوی په خپل نزدي وطن کې هم له مظلومو مسلمانانو سره لاس يو کړی وی او د صليبيانو پر ضد د روان مقاومت ملاتړ يې کړی وی. هر مسلمان په دې عقيده دی مومنان د يو جسد مثال لري، خو آيا دا جسد نور غړي هم لري او که نه؟! دا څه عجيب جسد دی چې د زړه درد نه احساسوی خو د ګوتې په درد شپه او ورځ نا ارامه وي!!

خو له بده مرغه، دوی نه يواځي دا چې دا کار نه کوي بلکې په کابل کې د همدې صليبيانو تر بيرغ لاندې اسلام ته خدمت کوي او د مجاهدينو تګلاره ناسمه ګڼي! خلاصه دا چې د افغانستان له مظلوم ولس سره هم د جمعيت اصلاح تګلاره غير شرعي ده.

د جمعيت اصلاح غړو ته يو وړاندېز کوم:

راځئ چې هر يو له خپل ځان سره صادقانه قضاوت وکړو: که چيرته اوس رسول الله صلی الله عليه وسلم يا ابراهيم عليه الصلاة والسلام راشي!! او هم خبر شي چې په مصر کې د يهودانو د لاسپوڅو لخوا د مسلمانانو قتل عام شروع دی، او يا خبر شي چې د افغانستان اسلامي خاوره صلیبيانو له مسلمانانو نيولې او په مقابل کې يې جهاد شروع دی؛ څه فکر کوئ چې نبي عليه السلام به دې وخت کې کوم کار ته اولويت ورکړي؟ آيا په مصر کې به خپلو امتيانو ته د سولييزو مظاهرو امر وکړي چې صبر وکړئ، او په افغانستان کې به د يهودانو په ضد يو شمير شعارونه ورکړي او د اسلام د شموليت د مبداء په بنسټ به د کرزي د حکومت په اجازه ليک سره په داخل کې په دعوت پيل وکړي، امت به يې په سرو وينو کې رغړی خو دی به ورته د شرعي دورو پروګرامونه برابر کړي، د نيالګيو د کر او د ډيرانونو د صفايۍ کمپاينونه به پيل کړي، نه د زخميانو د تداوۍ او نه دمجاهدينو د تمويل کمپاينونه او نه د تحريض علی القتال؟!

او که نه بالمقابل، مجاهدينو ته به د تيار سئ امر وکړي، د الله د امر مطابق به خپل امت قتال ته وهڅوي، د مظلوم د مرستې لپاره به ظالم ته د سوک جواب په چپه خوله نه بلکې په سوک ورکړي، جهاد ته به تر هغه ادامه ورکړي تر څو چې فتنه ورکه او ټول حاکميت د الله شي.

اصلي خبره دا ده چې دا جمعيت او غړي يې هغه څوک دي چې اقوال افعال او داعيه يې دا په ثبوت رسوي چې په قران کې د جهاد اړونده آيتونه د اوسني وخت له حالاتو سره مناسب نه ګڼي، په اوس وخت کې جهاد د کفر د ورکولو او د اسلامي خلافت د قيام يوازينۍ وسيله نه ګڼي، او نه هم د مظلوم د دفاع په خاطر وسله رااخلي. د شهيد استاذ احمد ظاهر اسلميار د شهادت درجه دې الله لوړه کړي، نوموړي به کله کله په خپلو ليکنو کې د جمعيت اصلاح په ځای (جمعيت انما نحن مصلحون) عبارت ليکه کوم چې ورسره ډير ښه پيوند نيسي.

اللهم ارنا الحق حقا وارزقنا اتباعه وارنا الباطل باطلا وارزقنا اجتنابه

ابراهيم جمال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x