نظــر

په غزني کې د پرونۍ پیښې پړه، د چا پر غاړه ده؟

لیکوال: احمد محمدي

که څه هم ټرافیکې پیښې په ټوله نړۍ کې رامنځته کیږي او ‌‌‌‌‌‌ډیری کسان په کې خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ مګر فکر نه کوم چې پرونۍ پیښې په شان به چیرته رامنځته شوی وي، بغیر د هالیود له فلمو نه.
د غزني امنیې قومندانې ملي امنیت مس‌ؤل پر حواله، چې امریکا غږ آشنا را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په مرکه کې وکړه؛ هغه وویل: لومړی موټر له ټانکر سره لګیږي اور اخلي، پر دغه کې دویم موټر د تیز سرعت له امله بریک نه نیول کیږي او دغه اور ته دننه کیږي.
که خبره داسې وي، بیا خو ‌‌‌‌‌‌ډریورانو ملامتیا څرګنده ده، خصوصاً د دویم موټر چلونکی.
ایا دغه ‌‌‌‌‌‌ډریوران پر دې پوهیږي، چې په دغسې لارو کې باید زمونږ سرعت په څوو کې وي؟
ایا پر دې خبر دي، چې مخکینې موټر نه په څومره فاصله کې زه حرکت وکړم؟
زه منم چې ‌‌‌‌‌‌ډیر تکړه ‌‌‌‌‌‌ډریوران به وي، د موټر په ټولو تخنیکي مسائلو باندې به خبر وي؛ خو ټرافیکي مسائل بیا ییل شی دي، که یو ‌‌‌‌‌‌‌ډریور څومره ضعیفه وي او ړ ټرافیکو ریاست کې هغه ټاکلی موده ټریننګ ته ورشي؛ نو په ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه ویلی شو چې پرونۍ پیښې په شان به حادثه و نه کړي.
دغه ‌‌‌‌‌‌ډریوران خو اول ټرافیکي لیسانس نه لري او که کوم یو سره وي هم، حتماً به یې د درې څلور زره افغانیو په بدل کې تیار جوړ کړی وي؛ ځکه که افغانستان په نړۍ کې د اداري فساد لومړی مقام نیسي، بیا نو تاسو فکر وکړې چې د ټرافیکو ریاست به څه حال وي؟! ځکه زمونږ ټرافیکان خو د پاکستاني پولیسو په شان دغه کار کې شهرت ته رسیدلي.
بله موضوع دا ده، چې د لویو لارو موټر چلونکو له خوا مخدره مواد کارول. دا خو بیا اوس عامه شوی ده، چې نشه یي نه وي پر دغه لاره نه شي چلیدای(!).
د قوانینو له مخې د نشې په حال کې موټر چلول جرم ګڼل شوی دی؛ اما دلته بیا برعکس، بې نشې موټر چلولو ته ښه نه کتل کیږي.
دلته بیا مسولیت درې خوا ته راجع کیږي:

اول: دولت دا مسولیت لري، چې د نشه یي موادو کارولو څخه په عادي حالتو کې مخنیوی وکړي، دا خو بیا د موټر چلولو پر مهال دی. دولت د مخدره موادو پر ضد وزارت لري او د پولیسو ځانګړی قطعه لري، څنګه نه شي کولی په یو څو موټرو تم ځایونو کې څارنه ولري؟
که یو څو سالم پولیس په دغسې ځایونو کې وګماري، هغوی حتی کولی شي د ‌‌‌‌‌‌ډریور د څهرې نه معلوم کړي، چې ایا دئ عادي حال کې دی که مخدره مواد یې کارولي؟

دویم: د تراسپورتي شرکتونو مسولین، پوهیږو چې تاسو اتیازره یا یو لک ‌‌‌‌‌‌ډالرو باندې موټر نیسي، هغه بیا یو په مخدره موادو روږدې کس ته سپارې؛ خو چرس او تاریاک تاسو ته مخدره مواد نه ښکاري؛ ځکه چې دلته اوس دغه شیان عام شوي دي، خلک یې په آزاده توګه استعمالوي؛ خو نه چرس او تاریاک هغومره خطرناک د‌ؤ، چې په کومه اندازه تاسو پو‌‌‌‌‌‌ډر او شرابو ته ګورې، تاسو نه هیله کوو چې نه د خلکو ژوند د یو روږدي کس په لاس کې ورکړې او نه خپله سرمایه، په افغانستان کې ‌‌‌‌‌‌ډیر سالم کسان وزګار ګرځي له هغو نه ګټه واخلې، چې هم خلک مص‌ؤن وي او هم ستاسو پانګه؛ خیر دی
چې یو ساعت وروسته ورسیږي.

دریم: عام خلک یا سورلی، اکثراً عام خلک چې پر دغو لویو لارو تګ راتګ کوي، دې پسې ګرځي. چې کوم شرکت والا بس تیز ځي او ژر مو رسوي او دغه یې هیر وي چې، [ناوخته رسیدل ښه دی، له نه رسیدلو نه.] د احمدشاه ابدالي په نوم ترانسپراي شرکت خو ځکه مشهور شو ، چې نورو شرکتونو نه نیم ساعت مخکې رسیږي. ایا نیم ساعت وروسته رسیدل زر چنده له دې نه غوره نه دي، چې پرونۍ حادثې رامنځته کیږي؟!

او هغه د پاکستاني فلمونو کرغیړن شعارونه، چې وایي: یا کور یا ګور. ځینې خلک بیا دغسې موټرو پسې ګرځي.
ایا پوهیې که چیرې دغه شعار د موټر په شیشه لګیدلی وي ، ‌‌‌‌‌‌ډریور ته کومه روحیه ورکوي؟!

ویل کیږي چې ځینې شرکتونه د دې لپاره چې شرکت یې په تیز چلولو کې مخکې شي، هر ‌‌‌‌‌‌ډریور چې تر نورو مخکې ورسیږي زر افغانۍ جایزه لري.
ایا دغسې شرکتونه او ‌‌‌‌‌‌ډریوران باید د حساب میز ته کښېننول شي؟!

په آخره کې د پرونۍ حادثې شهیدانو ته د جنت الفردوس، زخمیانو ته عاجله او کامله شفأ او وارثینو ته د جمیل صبر لپاره لاسونه پورته کوم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx