نظــر

اشرف غني ته د طالب جان پرانیستی لیک

طالب جان

اشرف خانه! پرون خبر شوم چې شپږ تنه طالبان دې اعدام کړي دي.شاید تاسو به سنجولي وي چې په دغسې اعدامونو او مرګونو به طالب له جهاد او پاڅون څخه راستون کړئ.که مو اټکل همدا وي نو پوه شه چې د طالب او مرګ تر منځ په تناسب مو سر نه دی خلاص او لا هم نه پوهیږئ چې طالب مرګ ته په څه نظر ګوري؟ مرګ څنګه ایسوي؟ او آیا طالب هم دتاوارو انسانانو غوندې له مرګه بیریږي او که د مرګ په لټه په غرونو او رغونو ګرځي.

اشرف غني! راځه لږ دې د طالب او مرګ له خپل منځي مناسباتو خبر کړم.

تاسو چې طالب یوازې د ټیلویزیون په پرده لیدلی او یا مو د غربي مطبوعاتو او دروغجن احمدرشید په کتاب کې پیژندلی. واضحه خبره ده چې د طالب په اړه واقعي درک نه لرئ. مګر زه چې خپله طالب یم،پر خپل ځان علم حضوري وي او عرب وایي چې : أهل مکة أدری بشعابها. معنی داچې د مکې خلک تر هرچا د مکې په کندو او شېلو ښه معلومات لري.نو ځکه شاید ستا په نسبت د طالب په خصوصیتاتو زما علم هم په مراتبو زیات وي.

نو اشرف خانه غوږ شه!

زموږ د کلي په مدرسه کې یو طالب اوسیده، ملا نور الرحمن نومېده،نوی د ځوانۍ پړاو ته رسیدلی و،د ملا نور الرحمن مور او پلار دواړه وفات شوي و،یوازې سر دی او یوه خور یې پاته وه چې خور یي ځان ته په بدل ورکړې وه، ملا نور الرحمن تراوسه واده نه و راوړی،خو له دې سره چې د خپل مرحوم پلار یوازینی میراث خور و، او دپلار جایداد او کور ورپاته و،نوموړی به همیشه له نورو طالبانو سره جهاد ته تلو.

خپلوانو او دوستانو یي همیشه ورته ویل چې یوازې سر یي لږ له ځان سره پام کوه،مګر نور الرحمن طالب په بله هوا کې و، یوه ورځ یي ما هسې مبایل ټیلفون راواخیست او د مسیجونو برخه مې یي وکتله،نور الرحمن له خپلو ملګرو مجاهدینو سره یوازې دا مسیجونه تبادله کړي و چې له یوه بله یي د شهادت دژر نصیب کیدلو دعاء غوښتله.

د نور الرحمن تره چې پرده ډیر مهربانه و فکر کاوو چې که خپل یوازیني طالب وراره ته زر واده راوړم او د میرمنې خاوند شي نو به یي د جهاد او شهادت جذبه سړه شي،مګر دا اټکل یي هم سم نه و،ځکه طالب نور الرحمن ته یې چې کله واده راووړ، یوه ورځ وروسته یعنی مخکې له دې چې د نکاح عقد ورپه ځای کړي،نور الرحمن د واده په هماغو نوو جامو کې جهاد ته لاړ او د امریکایانو د چاپې په مهال په مخامخ جګړه کې شهید شو.

کله چې یوازې سر طالب زلمی د پلار جایداد، ثابت کور، نوي واده او بي سرپرسته خپلوانو ته شا اړوي او د زومولۍ په جامو کې د شهادت په لټه د امریکایي سپیشل فورسو جګړې ته وروځي. نو اشرف خانه اوس ګز پر کیږده!

د طالبۍ تر ټولو خوږ ملګری مې شفیق نومېدو، ښه غښتلی مجاهد هم و، یوه ورځ چې له نورو طالبانو سره په ګډه له امریکایانو سره په سخته جګړه بوخت و، د جګړې له پای ته رسیدو سره مې په دې نیت ورته ټیلفون وکړ چې د ژوند او مرګ حال یي واخلم، مګر د ټیلفون له پورته کیدو سره یي لومړی خبره راته همدا وکړه چې : اشنا! دشهادت د قبولیت دعاء راته نه کوې، نن دادی بیا له شهادته محروم پاته شوم. شفیق د همدې ورځې نه وروسته شپه باندې د ډرون او امریکایي چورلکو په ناڅاپي برید کې له شهادته برخمن شو.

که څوک له طالبانو آګاهي ولري نو داسې ډیر طالبان به پیژني چې د کورنۍ لخوا د واده پیشنهاد یي ځکه رد کړی وي،چې شهادت د یو حتمي حقیقت په حیث فرضوي او ددې لپاره چې په خپل شهادت د یوې بلې تورسرې ژوند تریخ نه کړي واده ته امادګي نه ښيي. دغسې طالبان که د واده دنه کولو له علت څخه وپوښتې نو لومړی به ځواب درنکړي خو که یي راټینګ کړې له خوشطبعۍ سره به درته ووایي چې: ما حورو ته ځان کاندید کړی.

څومره چې زما تجربه او مشاهده ده د مقبول شهادت دعاء د هر طالب د دعاءګانو لاینفک برخه بلل کیږي،حتی له خپلو استادانو او مشائخو د مقبول شهادت د نصیب کیدلو خواست کوي،یو حاجي کیسه کوي،چې حج ته روان وم، له یو مجاهد ملګري چې ډیر راته ګران هم دی ورنه مي وپوښتل چې له سعودي درته څه شی راوړم.

هغه راته وویل له سعودي کوم بل شی نه غواړم خو په حرمینو کې چې کله ښه دعاء ته اماده وې، او د قبولیت وخت او مقام وي، نو د شهادت دنصیب کیدلو دعاء راته وکړه چې دا به دې تر ټولو ستره تحفه وي.

له شهادت سره د طالب او هر واقعي مجاهد دغه مینه کوم غیرمعمول مزاج نه دی، بلکې دا یوازې د قوي ایمان او په قرآني او نبوي وعدو باندې د مضبوط یقین نتیجه ده. طالب د هر واقعي مؤمن په حیث د قرآن او احادیثو په هره وعده داسې ایمان لري لکه په الله تعالی یي چې لري. کله چې په احادیثو کې د شهادت لوړ درجات ویني ، نو حق یي بولي او د ترلاسه کولو لپاره یي هڅه کوي.

د طالب د قوي ایمان یوه بله بیلګه به هم درسره شریکه کړم چې له شیخ الحدیث مولوي هیبت الله صاحب نه مې اوریدلې وه هغه داچې موږ تاسو همیشه دا حدیث اورو چې څوک قران کریم حفظ کړي نو دقیامت په ورځ به یي مور اوپلار ته یو داسې د اعزاز تاج ور په سر کړای شي چې رڼا به یي تر لمر زیاته وي.

دا حدیث یوه ورځ استاد خپلو شاګردانو ته بیان کړ، په هماغه شیبه یو طالب پورته شو او ویل یي زه سر له نن څخه کتابونه کت کوم او د قران کریم حفظ پیلوم،ځکه زما مور او پلار پر ما ډیر حق لري، ما په دنیا کې ددوی هیڅ خدمت ونه کړ ځکه چې همیشه په سفر یم نو دا مې ارزو ده چې د قرانکریم په حفظ سره خپلو والدینو ته د قیامت په ورځ دا اعزاز وګټم . هغه طالب همداسې وکړل یوازې د خپلو والدینو د اخروي اعزاز لپاره یي ټول قرانکریم حفظ کړ.

نو طالبان او واقعي مؤمنین د شهادت په اړه په الهي وعدو هم همداسې پوخ یقین لري. هغوی پوهیږي چې شهادت د الهي رضا، جنتونو او مغفرت د حصول تر ټولو لنډه او ویاړمنه لاره ده. همدا اوس چې په زرګونو ځوانان خپل نومونه د فدایي عملیاتو لپاره ثبتوي، او بیا په ډیره تلوسه د قربانۍ نوبت ته انتظار باسي، آیا داسې خلک به هم څوک په اعدامونو وویرولی شي؟ کلا وحاشا

نو اشرف خانه! طالب په هر څه ویروه مګر په اعدام او شهادت یي مه ویروه، طالب د شهادت تږی دی، تږی څنګه د زلالو اوبو په جام ویروې؟ طالب وایي : الموت جسر یوصل الحبیب الی الحبیب . مرګ یوازې یو پُل دی چې عاشق تر معشوقه رسوي. کله چې واقعي مؤمن د عام مرګ په اړه دا نظر لري نو قیاس کړه چې د شهادت غوندې ویاړمن مرګ هغه چې قرآن یي تلپاتې ژوند بولي په اړه به یي څه ډول برداشت او شوق ولري؟

آیا ته نه یې خبر چې شهادت ته ددې امت او ملت په دیني او ملي قاموس کې تر ټولو د ستر ویاړ په نظر کتل کیږي. زه وایم چې ستا د جامعه شناسۍ او انټرپولوژي دکتورا هم دروغجنه او جعلي ده،که تا له دې وګړو واقعي شناخت درلودلی نو ضرور به دې ددې اولس هغه خاصیت پیژندلی وای چې د بي ننګۍ مرګ پیغور او نامطلوب مرګ بولي.

که په میوند کې شهید نه شوې ——– خدایګو لالیه بي ننګۍ ته دې ساتینه

که تا ددې وګړو له ایماني او عقیدوي مینې څخه لږ آګاهي هم درلودلی نو هغوی به دې په اعدام نه وای ګواښلي،ځکه هغوی د خپلې سپیڅلي مینې په لار کې همیشه اعدام یو عادي برخلیک بولي او په خندا ورځي.

یا به مې دا مینه روزي شي ———- یا به مې سر د غرغرې شمال وهینه

بله دا چې دا مسلمه قاعده ده چې قربانۍ جهادي خوځښت ته برکات وربښي، د شهیدانو وینې د جهاد ډیوې ته د تیلو حیثیت لري،زه به یو مثال درکړم،د امریکایانو په خلاف جهاد په پیل کې د زابل په شاجوی کې د مولوي محمد عالم په نوم مجاهد له دوو ملګرو سره جهاد پیل کړ، هغه دوه نور اسدالله جمشید او مولوي عبدالحلیم منصور و، مګر وروسته د امریکایانو د ټول زور شهادتونو او قربانیو سره سره دغه کوچنۍ ډله د لویېدو او پراختیا په حال کې وه، د مولوي محمد عالم ډلګۍ اوس له ۲۰۰ زیات شهیدان ورکړي، مګر د مسلحو مجاهدینو شمیر یي تر زرو کسانو اوښتی دی.

که جهادي بهیر په وژلو تم کیدلی نو خو باید اوس دغه ټولګی له منځه تللی وای،دا فقط یو مثال و د افغانستان او نړۍ په هره برخه کې همداسې مثالونه موندلی شو.

نو اشرف خانه! هرچا چې مشوره درکړې، غلطه مشوره یي درکړې، د طالب د مغلوبولو لپاره د اعدام لاره د ترکستان لاره ده،چې یوازې به دې له پښو وغورځوي خو هدف ته به ونه رسیږې،دغسې بې رحمانه اقدامات به ولسي قهر نور هم څپاند کړي چې بیا به دې برخلیک دهغو په شان وي چې تر تا وړاندې یي د پل چرخي په همدې طنابونو زرګونه متدین افغانان راځړولي خو په پای کې یي برخلیک خورا بوږنوونکی او عبرتناک ثابت شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ارین افغان

طالب جانه ایا تاته دافغانستان د شایسته زوانانو مرگ چا رواح کری په کوم کتاب کی دی که یی سرگنده کری

Ghani

ارین افغانه ورورکه ! لمړی د ( روا ) په ځای رواح مه لیکه ناسمه دی . که قران دی زده وی، له مخی نه چه د معنی یا تفسیر سره دی زده وی او که زده دی نه وی د ډیرو زده نه دی ، خیردی کوم ملا صاحب ته کینه او هغه ملا صاحب ته ووایه چه له دجال مه ډاریږه له الله ج وډار شه د دغه جهاد په اړه قران څه حکم لری ، که هغه درته وویل چه زمونږ هیواد اشغال شوی ، زمونږ حکومت نه یواځی بلواکه ، بلکه فاسد او بی کفایته هم… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx