افغانستانخبرونه

ځونډی ګل زماني د میدان وردګو والي ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۰مه ۱۳۹۵ل):د افغانستان د سیمه ییزو اورګانونو ادارې له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د میدان وردګو ولایت لپاره یې ځونډی ګل زماني د والي په توګه ټاکلی دی.

د سیمه ییزو اورګانو اداره وايي، ځونډی ګل زماني د لوړو زده کړو ترڅنګ کافي تجربه هم لري.

میدان وردګ د پلازمېنې کابل ګاونډی ولایت دی؛ خو زیاتې سیمې یې د وسله والو طالبانو سره دي.

له دې وړاندې د میدان وردګو والي حیات الله حیات و، چې اوس د هلمند والي دی.

د سیمه ییزو اورګانونو ادارې نه دي ویلي، چې ځونډی ګل زماني د والي په توګه د اشرف غني له لوري او که د عبدالله عبدالله له لوري میدان وردګو ته ټاکل شوی دی.

د ګډحکومت په جوړېدو اشرف غني د مخکني ولسمشر حامد کرزي د وخت والیان او وزیران سرپرستان اعلان کړل، چې تراوسه زیات ولایتونه او د دفاع او ملي امنیت ریاست د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمان

زنده ګل ندی ځونډی ګل دی
درې ژبی یې ژوندی ګل لیکې

هجرت هجران

نوم خو یی چندان ادبی نه ده والله اعلم چی څومره غلا به وکړی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x