fbpx

هر عمل عکس العمل لري!

محمد ثاقب

د شيخ سعدي په ګلستاني حکاياتو کې د يوه مطلب داسې و، چې کله دې له ځانه زورور ازار کړ، بيا ارام مه کښېنه، ځکه هغه به ارو مرو بدل اخلي او په بدل اخيستو قادر هم دی. استاذ چې موږ ته دغه درس راکاوه، مثال يې داسې جوړ کړ، چې ټولګي کې يې يو خوارکی شاګرد مخاطب کړ او ورته کړ یې: فلانکيه، کله دې چې بستانکی (د شاګرد مشر ورور) غصه کړ، بيا به کرار نه کښېنې، بلکې ځان به ساتې.

کلونه وړاندې اورېدلي د ګلستان دغه حکايت ياده راته د پاچا صاحب ننني کمزوري کار وکړه. سره له دې چې حکومتي لوري يوازې شپږ تنه طالب بنديان اعدام کړي، خو خواله رسنيو کې يې د خلکو توند غبرګون پارولی، د دې لامل کېدی شي دا وي، چې طالبان بار بار د ملي اردو او ملي پوليسو هغه بنديان رک روغ خوشې کوي، چې د جګړې پر مهال د دوی لاس ته ورغلي و، خو حکومت په ډېره ناځوانۍ لاس تړلي وګړي اعدام کړل.

زه نن د مشرانو يوه مجلس کې ناست وم، هغوی په همدې اړه غږېدل، زموږ استاذ وويل: «ډاکټر نجيب هرات کې په يوه ورځ پنځه ويشت زره افغانان شهيدان کړل، همدا راز خلقيانو او پرچميانو وطن کې بيا بيا په ډله‌ييزه توګه خلک ووژل، خو پايله څه شوه؟ آيا خلق او پرچم دلته کامياب شو؟ آيا د يو چا په وژلو د هغه فکر ووژل شو؟».

د فکر ځای دا دی، چې د دولت کوم مخالف چې تر ننه د خپلو کړيو ګواښونو په عملي کولو کې يوه ذره سستي نه ده کړې، حکومت څنګه ځان له دې پلوه په امن بولي. دا چې د دې شپږو بندیانو له اعدام وړاندې طالبانو د حکومتي پرېکړې پر ضد کوم غبرګون وښود او د دې بنديانو له اعدام وروسته يې وښود، څوک ‍ذمه واري ورکولی شي، چې دا به تشې لاپې وي.

زما يادېږي د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واک پر مهال پلچرخي کې په مرموز ډول ځينې طالبان اعدام شول، وروسته څه وشول؟ نه دغه پټ اعدام له طالبانو پټ پاتې شو او نه طالبان مقابل کې لاس تر زنې کښېناستل. له هغه وروسته د طالبانو بريدونو نور زور واخيست، او د ورځو په تېرېدو لا ډېر شول، چې لا هم ډېرېږي او کمېږي نه. طالبانو هغه مهال د سختو بريدونو په کولو وويل، چې د پلچرخي د اعدامونو انتقام يې واخيست.

څه موده مخکې چې طالبانو د حکومتي قاضیانو او څارنوالانو هدفي وژنې پيل کړې او څو تنه يې ووژل، د جلال اباد يو قاضي زموږ د کوڅې بابا جان ته دروازه ټکولې وه او خپل سر تندی يې ورته وهلی و، چې نو موږ څه کړي، چې وژني مو؟ بابا ورته ويلي وو، تا سره هيڅوک غرض نه لري، خو چې څه غوښتنې درنه کېږي هغه به کوې، قاضي ورسره منلې وه.

پورته ټولې خبرې د دې لپاره وشوې، چې لومړی خو دغه اعدام يوه ستره ناروا وه، دا ځکه وايم، چې د بښنې نړيوال سازمان چې څو ورځې وړاندې له ولسمشر غني غوښتنه وکړه، چې د طالب بنديانو پر اعدام لاسليک ونه کړي، يوازينی لامل يې دا ښودلی و، چې د افغانستان هغه ادارې له سره تر … فساد کې ډوبې دي، کومو چې پر دغو بنديانو د اعدام پرېکړه کړې. زه حيران هغو افغانانو ته يم، چې په پټو سترګو د دوه سري حکومت هرې پرېکړې ته لاسونه پړقوي او سم او ناسم نه بېلوي.

همدې تازه پېښه کې سره له دې چې ګڼو باوري سرچينو اعدام د شمالي ټلوالې غصه سړول وبلل، خو زموږ پټ سترګي خلک ورته خوښ دي او دلايل ورته تراشي. انصافدارو دې ته سوچ په کار دی، چې دا شپږ نه، که ټول بنديان هم اعدام شي، آیا دا څه نوی کار دی؟ په داسې حال کې چې دولت هره ورځ له سلو د ډېرو وسله والو د وژلو خبر ورکوي. خبره دا ده، چې هغوی د خپلې مبارزې له پيله دا هر څه په زړه منلي دي، مرګ، وهل ټکول، بند، منډې ترړې، لوږې تندې او يخنۍ او ګرمۍ ټول، فکر کوم دا خو د مچيو ځالې ته لاس ننويستل دي.

پايله به څه وي؟ لنډه اوږده دا چې هر عمل عکس العمل لري، همدا اوس پر ټولنيزو شبکو خلک له طالبانو غواړي، چې دوی سره پراته د ملي اردو او ملي پوليسو بندیان اعدام او وېډيوګانې يې خپرې کړي. خلک د يوې يوې پېښې يادونه کوي، چې هلته دومره نيول شوي او طالبانو سره دي، دلته دومره نيول شوي او طالبانو سره دي، دې نه معلومېږي چې حساب نيول شوی او پخته نيول شوی. د تېرو کلونو تجربو ثابته کړه، چې طالبان په دې ډول پېښو کې د چا خبره اخوا دې خوا نه کوي، چې څه وايي، عمل کې يې ښيي، ځکه نو حکومتي لوری او په ځانګړي ډول هغه افراد او ادارې چې طالبانو ګواښلي، باید له بدو د بدترو انتظار وباسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د