افغانستان

محمد اسحق الکو ولي له خپلي دندي ګوښه کړل شو؟ اصل خبره

نن ټکی آسیا: تیره ورځ رسنیو خبر خپور کړ چي د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحق الکو د کرزي له خوا وروسته تر هغې له دندي ګوښه کړل شو، کله چي پر نوموړي دا ثابته شول چي دوه اونۍ وړاندې د طالبانو سره په دبۍ کي بی اجازې پټي خبري کړي دي. که څه هم د چارواکو له خوا دا خبر رسما نه دی تأیید شوی، خو په دې اړه لیکوال او د کابل په سیاست باندي نظر لرونکی ښاغلي نظر محمد مطمئن په خپل فیس بوک پاڼه کي خپل نظر په لاندي توګه ولیکه:

مولوی عطاءالله لودين چې د حزب اسلامي ( ارغنديوال) مهم غړی دی، ددی له پاره لوی څارنوال وټاکل شو چي په راتلونکي کې حزب اسلامی د کرزي په خوښه کانديد څخه ملاتړ وکړي، تيره ورځ رسنيو راپور ورکي چې شمال ائتلاف او حزب اسلامي ممکن يو کانديد ورکړي، يو ناڅاپه د الکو ليري کولو علت ممکن همدا وي، ځکه الکو نه په کندها راو نه کابل کي سياسي نفوذ لري او نه هم د خپل قوم او خلکو ملاتړ ورسره وو، داچې له طالبانو سره پې په پټه په دوبۍ کې ليدلي فکر کوم يو بهانه ده، او طالبانو سره د ليدو خبره يې ډيره د منلو وړ هم نه ده، ځکه الکو له طالبانو څخه ډير بد وړل، او بل داچې طالبانو ته هم معلوميده چې الکو خاص واک نه لري
مخکې داسي اوازي وي چې لودين به د ستري محکمي مشر شي، اوس يې په يوه تير دوه نښانه حتي درې نشانه وويشتل
۱- لودين صاحب به څارنوالي خوشاله کړي، او ستره محکمه چې اهميت يې زيات دی، په هغه به کوم بل سياسي حزب خوشاله کړي
۲- د حزب اسلامي سپورټ به کرزی صاحب تر لاسه کړه
۳- هغه لوړ پوړي چارواکي چې غوښتل به يې په يو ډول غير مستقيم او پټ له طالبانو سره کتنې وکړي، هغوی به ټول وبيروي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x