کلابند اشرف غني او ناموجه اعدامونه

انجنیر خلیل باور

د ډاکټر اشرف غني په لاسلیک او حکم تیره ورځ شپږ تنه افغانان چې پنځه یي د ځوانۍ په پسرلي کې وو، د څرخي پله په کرغیړن زندان کې په هغو ستنو او طنابونو را ځړوند شول چې دا څلویښت کاله پرلپسې د دې وطن د بي ګناه،معصومو او غښتلیوځوانانو د غاړې طوق پاته شوي دي او همیشه یي دې اولس ته غمونه او بدمرغۍ په ارمغان راوړي.

دغه اعدامونه ځکه یوه فاجعه او د واکمنو په تندي د شرم داغ بلل کیدای شي،چې د یوې حقوقي او شفاف قضایي جریان په پایله کې نه بلکې کاملا د سیاسي تعامل او انتقامي عمل په پایله کې ترسره شوي دي. داعدام شویو کسانو هر یو په اړه ویل کیږي چې پنځه یا شپږ کاله یي په زندان کې تیر کړي،که دوی واقعا د اعدام وړ وای، ولې د پخواني ولسمشر په مهال اعدام نه شول، ولې اشرف غني په تیره یو نیم کلنه دوره کې د دوی د اعدام منظوري ورنکړه؟؟ دا هغه پوښتنې دي چې په اساس یي د وروستیو اعدامونو سیاسي والی ښه رابرسیره کیږي.

اعدام او د یوه انسان د ژوند ډیوې ته دپای ټکی ایښودل کومه مفته خبره نه ده، په اسلام کې په ادنی شبهه سره هم اعدام فسخ کیدلی شي،د نړۍ مدني قوانین او د بشر د حقوقو اعلامیې هم د اعدام لپاره داسې شرایط وضع کړي چې دغه عمل د قریب بالمحال تر حده رسوي. دنړۍ په هیڅ لیکلي یا نالیکلي، سماوي یا بشري قانون کې دا نشته چې اعدام د سیاسي رشوت ورکولو،انتقام اخیستلو او یا یوازې د اپوزیسیون د فشار کمولو لپاره ترسره شي.

اشرف غني چې د ټاکنیز کمپاین په مهال یي له باګرام څخه د زرګونو طالب بندیانو خلاصون خپله ملي کارنامه بلله او د کندهار خلکو ته یي په تقریر کې ویل چې ما ستاسو زرګونه زامن او وروڼه له باګرام څخه خلاص کړل او که ولسمشر شوم بیا به یي خلاصوم، بیا به یي خلاصوم.

مګر څو ورځې وړاندې چې په کابل کې د استخباراتو په لسم ریاست برید وشو، او د ګڼو پنجشیري شکنجه ګرو په شمول د سرور دانش وراره هم په کې ووژل شو، په تعقیب یي هماغه اشرف غني چې ځان یي د بندیانو د حقوقو مدافع باله دومره سخت زړی شو چې ملی شوری ته په وینا کې یي د طالبانو د اعدام ګواښ وکړ، او په تعقیب یي همدا پرون شپږ تنه افغانان له طالبانو سره د تړاو په جرم پانسۍ کړل.

د اشرف غني له دې ناڅاپي اوښتون او ډراماتیک تحول څخه په څرګنده ښکاري چې نوموړی د یوې ځانګړې افغان ضد او مسلمان ضد حلقې په دام کې کلابند دی، چې یوه ورځ ورباندې په اکراه جګړه مارانو ته د ملي القابو د ورکولو صحنې تمثیلوي او بله ورځ د څو تنو ټوپکي ټلوالګرو د غوسې سړولو لپاره د شریفو افغانانو د اعدام احکام ورباندې امضاء کوي.

خو واکمن باید په دې خبره سر خلاص کړي چې دغسې بي رحمانه پریکړې به د روانې جګړې اور نور هم ژبغړاند کړي،ځکه هرڅوک په دې پوهیږي چې دغه اعدامونه په دیني،وجداني،حقوقي او د عقل په لحاظ ناموجه دي،هغه ځکه چې زیاتره نیول شوي کسان مجرمین نه بلکې مظنونین دي،د دیرش کلنې جګړې، شخصي ،ګوندي او قومي تربګنیو له امله په ناحقه تورن او جاسوسي یي شوې،بله داچې د استخباراتو ریاستونه ټول د مسلمان ضد او افغان ضد وحشي ټلوالګرو په لاس کي دي، هغوی له بندیانو څخه د اقرار لپاره له داسې شکنجو او شیوو کار اخلي چې بندیان په نه کړیو جرمونو اعتراف ته مجبوروي، هغوی ته له ځانه او د تعصبي او ګوندي عقدو له مخې درنې درنې دوسیې جوړوي او چې کله خبره قضاء ته لاړه شي. نو د قضاء د څرنګوالي لپاره خو دا خبره کفایت کوي چې افغانستان په فساد کې پخوا په نړیواله کچه اول نمبر او اوس دوهم نمبر دی. د قضاء او محاکمود عدم کفایت یو دلیل خپله د اشرف غنی اعتراف دی چې د ولسمشرۍ په لومړۍ وینا کې یي د افغانستان محاکم د فساد، رشوت او حق تلفۍ ځالې وبللې.
د هیواد په فسادګر قضایي سیستم کې اوس دا په یوه دود اوښتی چې قاضي ته پیسې ورکړي تر څو تورن کس ته تر ټولو درنه جزاء وټاکي، قاضیانو د اعدام، عمري بند، شل کاله بند او لس کاله بند د احکامو د خرڅولو لپاره ځانګړي نرخونه ټاکلي، له همدې امله خو هر هغه کس ته د اعدام د سزا حکم صادریږي چې په کوم لوړپوړي یا حکومتي پیسه دار باندې په برید کې تورن وي، که دغه اوسني اعدام شوي هم وګورو نو د ډاکټر عبدالله، برهان الدین رباني ، سیاف او ځینو نور حکومتي غټایټو سره په تړلیو موضوعاتو کې ورباندې د اعدام احکام جاري شوي دي.

دا ټول څه ددې نغد دلائل دي چې د اشرف غني اعدامونه ناموجه او په هر لحاظ ظالمانه دي، چې په وړاندې یي باید د افغانستان ملت،علماء کرام، د حکومت او پارلمان هغه چارواکي چې ځان د افغان په درد دردمن بولي باید د اعتراض غږ پورته کړي، ځکه ددغسې پیښو لړۍ به د افغانستان کشاله نوره هم اوږده ، پیچلې او حساسه کړي، ځکه د افغانستان اولس له هرڅه تیریدلی شي مګر د مړي له پوره نه تیریږي. هغه کورنۍ او قوم چې یو بي ګناه خپلوان یي د څو سیاستوالو د انتقامي هوس قرباني شي هیڅکله به هم آرام پاته نه شي. اشرف غني او حواریینو ته یي په کار ده چې د افغان اولس له دې خاصیت څخه ځان اګاه کړي چې ملي شاعر درویش درانی یي په اړه وایي:

وړیا به یي هم درکړي که یي زړه وي ستا په کار
خو سر په هر حالت کې دی په پور د پښتانه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د