نظــر

د اشرف غني د حماقت تازه بېلګه!

مطیع الله وردګ

ګډ حکومت چې بنسټ يې ان د خپل اساسي قانون له مخې هم مخالف اېښودل شوی، نه یوازې د مدني قانون بلکې د الهي قانون پر خلاف هم پر مخ روان دی، دغه حکومت چې لا هم د خپل قانون له مخې يې د مشروعیت په نوم د خټو پوزه نه ده جوړه کړې مشران يې ان له خپلو مېرمنو سره هم د بهرنیو مشاورینو د مشورې پر اساس یو ځای کېږي، د جان کېرې له وروستۍ مداخلې وروسته که انسان پر دستارخوان ډوډۍ خوري او په کوم اخور نه وي تړلی د دې حکومت د غلامۍ په اړه به شک نه کوي.

اشرف غني چې د حماقت د پټولو لپاره يې بهرنیانو د دې پېړۍ د نابغه او نړیوال مفکر په توګه را معرفي کړ، د قوم په غضب کې ډوبو ورپسې دې ډنډورې ته کش ورکړ اخر يې پخپله اشرف غني پر دې یقیني کړ چې سړی لکه چې مفکر دی، د دې مفکر د تپلو لپاره د بهرنیانو دا پروژه د داخلي اجيرانو او ضمير پلورو له لوري په رسنیو کې پر عامه ذهنیت د ملنډو لپاره ښه په درز کې پلي شوه، په پای کې هغه وشوه چې بهرنیانو غوښتل مفکر رايې وګټلې خو د دې لپاره چې پر افغان ولس د بهرنیانو ملنډې ادامه ولري کال وروسته يې د ټاکنو پایلې اعلان کړې او ويې ښوودله چې ستاسې د میندو او خويندو رايې د جان کېرې پر وړاندې هیڅ ارزښت نه لري.

پر لسم ریاست د طالبانو له بريد وروسته چې شمال ټلوالي پرېمانه لوپران يې د تل لپاره د لوڅو فلمونو کتلو څخه وزګار او تر خاورو لاندې کړل، په حکومت کې انګولا ګډه شوه، بې له دې چې طالب هم د دوی په څېر پرلپسې د دې بريد د لوی ښوودلو لپاره تبلیغات وکړي، لکه دوی چې کله غواړي کوم عملیات لوی معرفي کړي څو ورځې يې په رسنیو کې همدا یو خبر تاوېږي را تاوېږي، خو طالب اړخ پر دې یقیني و چې دا بريد لوی و، تاثیر يې لوی و، او د کابل ګډوډه بې وسه اداره د دې لوی بار د زغم وس نه لري، ځکه يې پر اړه د تبلیغاتو لاره هم ونه نیوله، خو ګډ حکومت تر دې اندازې وېرې اخیستی و، چې څو پرلپسې بېړنۍ ناستې يې وکړې اخر يې هغه وکړه، چې د کمزورۍ او حماقت وروستی بريد يې نړیوالو ته ښکاره شو.

دوی تېره ورځ د څرخي پله په وحشي زندان کې شپږ تنه طالب سرتېرې پر دار وځړول، دا د ګډ حکومت، د دواړو تش په نامه مشرانو له لوري د حماقت او بې اندازې کمزورۍ وروستی بريد و، دوی وښوودله چې په سنګر کې له جګړه کوونکي طالب سره يې له وسه تېره ده، دوی وښودله چې دوی له داسې خلکو د غچ اخیستو وس لري چې لاسونه او پښې يې زولانه او د دوی عسکر له وسلو سره پرې پيره وي، دوی ثابته کړه چې د جګړې پلویان او په سیمه کې د پردیو په اشاره جګړه پر مخ وړي، سوله نه پېژني او نه هم دې ته تیار دي چې په سیمه کې دې څوک د ارام سا واخلي.

اشرف غني دغه شپږ زندانیان چې کلونه پخوا پرې د دوی د محاکمو له لوري د اعدام حکم شوی و، اوس اعدام کړل، دوی دې پوښتنې ته چې ولې يې د اعدام له حکم سره سم اعدام نه شول، چینګې داړې نیولې، خو دا يې په لسم ریاست کې د ۱۷۰ جاسوسانو د وژل کېدو غچ بللی مګر دا ورته بې توپیره ده چې د دې غچ غچ به څنګه وي؟ ورته بې توپیره ځکه دی چې په بېرته غچ کې به نه د اشرف غني پرتوګ کښلې مریم او نه هم انګریز طارق ښکار کېږي خو دا به د طالب لپاره هم د بې غيرتۍ اوج وي چې د خپلو لاس پښو تړلیو زنداني ملګرو د دردناک مرګ پر وړاندې لاس تر زنې کېنې.

په سیمه کې جګړه د طالب انتخاب نه دی، پر غربي اخور شخوند وهونکې رسنۍ په پوره سپين سترګۍ د تېرو پنځلسو کلونو د اوږدې جګړې تر ټولو لوی علت طالب بولي، ځینې پوچ مغزه خو يې بیا لا داهم د دلیل په توګه وړاندې کوي چې که طالب وسله پر ځمکه کېږدي، نو امریکا ته به د پاتې کېدو پلمه نه وي، خو دا نه وايي چې امریکا له پیله د کوم قانون له مخې پر دومره وحشت زموږ خاوره اشغال کړه؟ په پنځلسو کلونو کې مو کوم ارزښت ونه لوټل شو؟ په پنځلس کاله کې مو څومره ځوانان ان د الحاد تر بريده ورسېدل؟ څو زره مدرسې مو د اربکیانو پوستې شوې؟ څومره ښوونځي مو د ګډ حکومت پوځي مرکزونه شول؟ څومره خويندې مو د جنسي تېريو ښکار شوي؟….

دوی دا ټول نادیده نیسي او طالب په دې جګړه کې ملامت بولي، خو طالب باید واوري چې که څه هم ستاسې هڅې پر ملت را ټولې دي خو تاسې ته د ټول اسلامي امت سترګې دي، زموږ خویندې ستاسې د قربانیو له برکته د ارام سا اخلي. طالبه راځه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx