افغانستان

ولسمشر غني د فساد سره د مبارزې ناسته کې ګډون لپاره لندن ته ځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۰مه، ۱۳۹۵ل): ولسمشر غني له فساد سره د مبارزې په نوم جوړه شوې ناسته کې د ګډون لپاره لندن ته ځي.

د جمهوري رياست د ویاند مرستیال دواخان مينه پال وايي چې دغه کنفرانس په راتلونکې اوونۍ کې ترسره کېږي چې د فساد او رشوت خورۍ د مخنیوي په اړه به پکې خبرې وشي.

د هغه په خبره ولسمشر غني به په افغانستان کې د فساد پر ضد د مبارزې او د ګډ حکومت د اقداماتو په اړه خبرې ولري.

د سرچينې په وینا د دې غونډې په څنډه کې به ولسمشر غني د برتانیا له لومړي وزیر ډیويډ کامرون سره هم د سیمې او هېواد پر وضعیت وغږېږي.

ولسمشر غنی په داسې حال کې د فساد پر ضد د مبارزې دې نړیوالې غونډې ته ځي، چې څو ورځې وړاندې يې په افغانستان کې پراخ فساد ملي شرم وباله.

هغه ومنله چې له اجراییه رییس سره په وېشلي واک کې يې په دوو کلونو کې هم د فساد مخه ونه نیوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x