افغانستان

امنیتي چارواکي هره میاشت د زرګونو طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت د امنیتي ارګانونو د احصائیو له مخې یوازې تېره اونۍ د طالبانو سلګونه جنګیالي وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي.

د هغو مطبوعاتي اعلامیو پر اساس چې د ګډ حکومت امنیتي ویاندویان یې خپروي، په تېره اونۍ کې د دفاع وزارت لږ تر لږه د ۲۴۵ طالبانو د وژلو ادعا کړې او د کورنیو چارو وزارت د ۷۰ تنو طالب جنګیالیو د وژل کیدو خبر ورکړی.

همدا راز د تېرې اونۍ په ترڅ کې د دفاع وزارت د ۲۱۰ طالبانو او د کورنیو چارو وزارت د ۲۵ طالبانو د ټپي کیدو ادعا هم کړې.

سربېره پر دې، په تېره اونۍ کې د ۴۲ طالبانو د ژوندي نیول کیدو خبر هم ورکړل شوی، چې له دې ډلې څخه ۲۲ تنه د دفاع وزارت، ۱۸ تنه د کورنیو چارو وزارت او ۲۰ تنه د ملي امنیت ریاست په برخه رسېږي.

د ګډ حکومت د امنیتي ویاندویانو احصائیو پر اساس یوازې تېره اونۍ لږ تر لږه ۳۱۵ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۳۵ ټپیان شوي او ۶۰ تنه امنیتي ځواکونو ته ژوندي په لاس ورغلي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا، طالبانو ته یې دغه تلفات په «بدخشان، فاریاب، ننګرهار، پکتیا، میدان وردګ، کندهار، ارزګان، غزني، سرپل، هرات، جوزجان، بغلان، کندز، تخار، هلمند، لغمان، بلخ، کنړ او فراه» ولایتونو کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې اړولي دي.

د پورتنیو ارقامو له مخې د ګډ حکومت امنیتي ځواکونه هره میاشت په اوسط ډول تر دوه زرو (۲۰۰۰) زیات طالبان وژني او ټپیان کوي، او نږدې (۲۵۰) طالبان په ماهواره توګه ژوندي نیسي.

د ګډ حکومت امنیتي ارګانونه په داسې حال کې هره ورځ د درجنونو طالبانو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکوي، چې د دغو ارګانونو د ویاندویانو په وړاندې داسې باورونه شته چې د سرتېرو د مورال د لوړولو په موخه له مبالغې ډکې څرګندونې کوي.

طالبانو د ګډ حکومت د امنیتي چارواکو دغه ډول ادعاوې تل رد کړي او د دوی ویاند «ذبیح الله مجاهد» وړمه ورځ په یوې تازه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل:

«د دښمن دا ډول پرګويي د دې لپاره ده چې خپلواشغالګرو بادارانوته ځان فعال وښيي، له هغوی څخه دعملیات په نامه پيسې او امکانات وشکوي، بیا يي څو تنه په اصطلاح جنرالان او قومندانان پخپلوکې سره تقسیم اودعسکر اوپولیس په نامه پردۍ زامن د مرګ کومې ته ورکړي».

د یادونې وړ ده چې دوه اونۍ وړاندې د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یوې ځانګړې ناستې ته وینا وکړه او د خبرو په ترڅ کې یې وویل چې افغان ځواکونو په تېر کال کې ۴۶۰۰۰ پوځي عملیات کړي دي.

خو د پوځي او سیاسي چارو کارپوهانو دا شمېرې ناسمې او غولونکې وبللې او زیاته یې کړه چې که په هر عملیات کې لږ تر لږه د ۳ طالبانو وژنه فرض کړل شي، نو د طالبانو شمېر د «نه باور» کچې ته لوړیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x