افغانستان

يوناما: د زندانيانو اعدام د سولې لپاره هيڅ ګټه نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۰مه، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې ادارې یوناما د ګډ حکومت له لوري د طالب زندانیانو پر اعدام خواشيني ښکاره کړې او دا يې د سولې پر وړاندې یو خنډ بللی دی.

يوناما په خپره کړې اعلامیه کې ويلي چې وروستي ارزښتمن شواهد په لاس کې نه لري چې د اعدام سزا دې تاييد کړي.

هغوی پر افغان حکومت هم غږ کړی چې پخپل قانون کې دې د دوی په خوښه د اعدام سزا ابدي حبس ته راټيټه کړي.

يوناما د طالب زندانيانو د اعدام په اړه ويلي چې د دوی اعدامول افغانانو ته د ارامۍ په راوړلو کې هیڅ رول نه لري.

ياده دې وي له دې اعدام وروسته په بلجیم کې هم مېشتو افغانانو د افغان جګړې پر ضد لاریون کړی او هم په هېواد کې د ننه د میدان وردګو ولایت سلګونو اوسېدونکو د ګډ حکومت دا اعدام غندلی.

سیاسي شنونکي وايي چې دولت د دې اعدام په وسیله خپله کمزورې او له سولې سره کرکه په ډاګه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x