افغانستان

ايراني ځواکونو ۲۴ افغان کډوالو ته مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۰مه، ۱۳۹۵ل): د ایران په رفسنجان ښار کې ایراني ځواکونو شپږ افغان کډوال وژلي او ۱۸ نور يې ټپيان کړي دي.

په رفسنجان کې د پولیسو مشر علي رضا منلي چې د دوی ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړې او مرګ ـ ژوبله يې اړولې ده.

د هغه په خبره پولیسو پر کډوالو د درېدلو امر کړی و، خو موټر چلوونکي يې له امره سر غړولی و او هغوی پرې ډزې کړې دي.

ایراني رسنۍ وايي چې د کډوالو عمرونه د ۲۰ او ۳۰ کلونو تر منځ و، چې پکې شپږ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

تر دې وړاندې هم په ایران کې د ننه او د دې هېواد په پولو کې ګڼ افغان کډوال وژل شوي دي، خو افغان لوري يې پر وړاندې کوم اقدام نه دی کړی.

د وروستۍ پېښې په تړاو هم تر اوسه د افغانستان حکومت څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x