افغانستان

بلجیم – لاريون کوونکي: افغانان باید د نورو د ګټو لپاره ونه وژل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۰مه، ۱۳۹۵ل): وروسته له هغه چې ګډ حکومت شپږ تنه طالب زندانيان پر دار وځړول، په بلجیم کې مېشتو افغانانو د جګړې ضد لاریون وکړ.

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې بلجیم مېشتو لسګونو افغانانو د افغان جګړې پر ضد لاریون وکړ او پر نړیوالو يې غږ وکړ چې افغانان دې د نورو د ګټو لپاره نه وژل کېږي.

بلجیم کې د افغان کډوالو له لوري د خدایي خدمتګارانو ټولنې په نوم مشر شان پاچا شينواري رسنیو ته د تلیفون پر کرښه ويلي چې دوی په افغانستان کې د روانې جګړې پای غواړي او د افغانانو پر وژنه خپه دي.

د هغه په خبره دوی خپل لاریون د بلجیم د پارلمان مخې ته وغځاوه او له هغه ځایه يې د ناټو سازمان د مقر مخې ته د جګړې ضد شعارونه ورکړل.

د شينواري په خبره دوی د ناټو سازمان دفتر ته یو لیک سپارلی چې پکې يې د افغان جګړې د ودرولو غوښتنه کړې او له دوی يې غوښتي چې افغانان دې د نورو د ګټو لپاره نه قرباني کوي.

د خدايي خدمتګارانو د ټولنې دې مشر امریکا پر دې ملامته کړه چې جګړه په افغانستان کې پر مخ وړي خو امتیازونه پاکستان ته ورکوي.

بلجیم کې مېشتو افغانانو په داسې حال کې د جګړې ضد لاریون کړی، چې شنونکي د شپږو زنداني طالب سرتېرو اعدام د حکومت له لوري د جګړې پر اور د تیلو پاشل بللي دي.

ياده دې وي د یادو طالبانو د اعدام په غبرګون کې د میدان وردګو ولایت په جغتو کې هم سلګونو تنو لاریون ترسره کړ، چې پکې يې دا اعدامونه غندلي او دا يې د حکومت له لوري د کمزورۍ نښې بللې.

لاریون کوونکو حکومت ملامت کړی چې د سولې پر ځای د جګړې توندېدو ته زمینه برابروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x