شعـــــرونه

دار: عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني
و مې ځړوه ته پاس په دار باندې
نه يم پښېمانه پخپل کار باندې

دار ته په خندا هسکه غړۍ وروړو
موږ يو ښه بلد په دغې لار باندې

ته مې تڼۍ وشلوه ګرېوان سره
زه! يې بيا ګنډم د عشق په تار باندې

وا مې چوه پښو کې زولنې راته
ويښ به ټول جهان کړم په شرنګار باندې

هوډ ابراهيمي به مې بدل نکړې
څو مې که ستي کړې په انګار باندې

زه هم د خبيب سکنی ورور يمه
اوس هم يم ولاړ پخپل اقرار باندې

تا سره که نوي پاس د دار کړۍ
راشه ما زندۍ کړه خپل دستار باندې

اخلو اخلو اخلو انتقام درنه
وايم ( عرفاني ) درته تکرار باندې

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x