شعـــــرونه

غزل: عبدالعلي تسل

عبدالعلي تسل

اشنایه ته که نن لاهو شوې د اعدام څپو کی
موږ به هم وګورې صبا د انتقام څپو کی

چاپړوس دښمن دی انتظار کړی داعدام دپایلو
غلام سرونه به رغړیږی د اسلام څپو کی

اعدام دمات دښمن د نوری بزدلۍ نښه ده
بادار یې تل شو اوس به تل ته ځی غلام څپو کی

ستاسو اعدام موږ ته سبق د استقلال راکوی
د بلواکانو ککرۍ د انعدام څپو کی

دا انتقام به له دوښمنه یو په سل اخلو
کله کینو شهیده یاره د ارام څپو کی

موږ هغه نه یو چی ارمان دی نیمه خوا پریږدُّو
نه هغه خلګ یو چی اوړو د ابهام څپو کی

خدای دی قبول کړه د باګرام پلچرخی جانانه
تسل ویاړلی یې د مینی احترام څپو کی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x