
غزل: عبدالفتاح فاتح
عبدالفتاح فاتح
ته زما روح یې یاره، ته یې زما ساه د ژوندون
بې له تا څه معنی لری یاره ښکلا د ژوندون
ستا په ښایستو سترګو کی یو جهان خبری پرتې
ما ستا په سترګو کې لیدلې ده رڼا د ژوندون
مورکې ! جار په وچو شونډو دی زما نوم یادوه
قربان ادکې رالیږه ماته دعاء د ژوندون
بیا مې په قبر د یادونو ډیوی مه بلوه
د تش دیدن په تمه تیر شو نن سبا د ژوندون
ته د سپوږمی سکه خور، زه د رڼو ستورو یار
زه لکه درد د مینی ته لکه دوا د ژوندون
د مسافر “فاتح” په یاد یی د ژوند شپه رڼه کړه
زه به یی حق څنګه ادا کړم د لیلا د ژوندون.