شعـــــرونه

د انتقام انګار: نظام کندهاری

نظام کندهاری
چي مي سر غليمه ځوړند ستا په دار شي
لا تازه د انتقام درته انګار شي
ته مي وچيښه په خوند د زړګي وينه
خو هر څاڅکی به یې تا ته زهرِ مار شي
“منصوريت” و “ډار د دار” دي سره ليری
قرباني د عاشقانو افتخار شي
له ماغزو دي د تخويف خيالونه باسه
شهادت باندې مو مات د عشق خمار شي
د پانسۍ نشته حاجت درځي پخپله
چي زلمي په بارودي لباس سنګار شي
دا ګلونه خو مفت نه وه چي مات مات شول
جلادان دې خپل اجل ته انتظار شي
وخت به راشي بيا به هر زلمی عمر وي
د نظام دا مات قلم به ذوالفقار شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x