شعـــــرونه

غزل: هاشم سادات

هاشم سادات

لکه منصور غوندې په عشق کې دار ته ورسیدم
یمه خوشحاله وس د مینې یار ته ورسیدم

ته د نمرود غـوندې لمـبې د ظلم بلې ساته
زه یم بچی د ابراهیم ګلزار ته ورسیدم

نوره په زړه کې دغه مینه پټه نه ځایده
ځکه  په جار د محبت  اظهار ته ورسیدم

له ستړي ژوند مې کډه یوړه خدای پامان ملګرو
سفر شو ختم دا دی  وس قرار  ته ورسیدم

چرته زما څیرې ګریوان چرته دا دروند هرکلی
قدر یې را کړو چې دیار  دربار ته ورسیدم

لکه خُبیب چې شو په دار د خپل حبیب  مینه کې
زه هم په عشق کې لاړم هغه لار ته ورسیدم

زه خو یو لال وم په ایرو کې پټیدلی نه شوم
چه راښکاره شومه د غاړې هار ته ورسیدم

هاشمه  دلته نه اوس غم شته نه خزان  راځې اوس
تل خوشحالي ده ابدي بَهار ته ورسیدم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x