مصر - په وینو او لمبو کي

د سعودي خان او البرادعي د انصاف په تله کې!!

 د سعودي پاچا خو ټول پېژني، خو د البرادعي په اړه به ډېر خلک معلومات نه لري، محمد البرادعي دمصر په ( کفر الزیات ) سیمه کې زیږېدلی، د قاهرې له پوهنتون څخه په حقوقو کې لیسانس تر لاسه کړی، دکتوراه یې د نیویارک له پوهنتون څخه په بین المللي قانون کې تر لاسه کړې، شل کاله یې د مصر د بهرنیو چارو په وزارت کې کار کړی، په ۱۹۹۷ م کال کې د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې رئیس وټاکل شو، په ۲۰۰۵ م کال نوموړې ادارې او مدیر یې ( البرادعي ) ته د سولې دنوبل جایزه ور کړل شوه.

  نوموړی لیبرالیست دی، ویل کېږی چې په عراق باندې یرغل کې د ده لوی لاس وو، ځکه داسې راپورنه یې خپاره کړل چې ګواکي عراق د اتومي وسلو جوړول غواړي، او په همدې اساس په عراق بندیزونه ولګول شول، او بیا یرغل پرې وشو که څه هم چې نوموړي دغه راز تورونه رد کړي خو ویل کېږي چې ده دا کار کړی دی. والله اعلم

  کله چې حسن مبارک را وپرځول شو، البرادعي هم عملا د سیاست میدان ته را ودانګل، د ( قانون ) په نامه یې تنظیم جوړ کړ، کله چې اخوان المسلمین انتخابات وګټل، البرادعي له یو څو نورو کمونیستو او غیر اسلامي تنظیمونو سره لاس یو کړ، د وطن ژغورنې په نامه جبهه یې جوړه کړه، او د اخوان المسلمین د حکومت په وړاندې یې مخالفت ته مټې را ونغښتې، پوځ یې پټه مرسته او لار ښوونه کوله تر دې چې د اخوان المسلمین حکومت د پوځ په مرسته ړنګ کړل شو.

  کله چې پوځ نوی موقت حکومت اعلان کړ، د پوځ او نورو غیر اسلامي ګوندونو نظر دا و چې البرادعي به لومړی وزیر ټاکل کېږي، مګر د النور سلفي تنظیم چې له پوځ سره د اخوان المسلمین د حکومت په ړنګولو کې یې نېغ په نېغه لاس درلود دلومړي وزیر په توګه د البرادعي ټاکل کېدل ونه منل، همغه و چې بیا د موقت رئیس جمهور لپاره د بهرنیو چارو مشاور وټاکل شو.
 

کله چې په مصر کې د پوځي حکومت پر خلاف لاریونونه زیات شول، او خبره اخ او ډب ته ورسېده، پوځ د رابعه او نهضه میدانونه په زور له مظاهره چیانو تخلیه کړل، چې په ترڅ کې په زرهاوو عام خلک ووژل شول، او په زرهاوو ټپیان شول، په زرهاوو زندانونو ته واچول شول! په دې وخت کې البرادعي له خپلې دندې استعفاء وکړه، او دلیل یې دا وړاندې کړ چې دلاریون کوونکو سره باید له زور نه کار نه وای اخیستل شوی، که دا کار کېدای نو باید په سمه اونرمه توګه شوی وای، نه د وینو په بهولو سره.
 

  البرادعي له خپلې استعفا وروسته ځینې جالبې څرګندونې وکړې، نوموړي وویل چې کله د رابعه او نهضه د میدانونو د لاریون کوونکو د شړلو پرېکړه د ( ملي دفاع ) په مجلس کې کېدله، ما یې مخالفت وکړ، او هغه مخالفت مې ثبت کړی هم دی.
 ( د قانون د ملاتړ ملي ائتلاف ) چې اخوان المسلمین تنظیم یې یوه لویه برخه تشکیلوي او تر ننه پورې دغه ائتلاف چې دیرش تنظیمونه غړیتوب پکې لري د محمد مرسي د راتګ غوښتنه او ملا تړ کوي.
 

البرادعي وايي چې د قانون د ملاتړ ملي ائتلاف له مشرانو سره خبرې وشوې، مبديي اتفاق په دې وشو چې دوی به د رابعه د میدان نیمه برخه تخلیه کوي، او په بدل کې به یې پوځ ددوی دوه مهم مشران هر یو سعد الکتاتني چې د آزادۍ او عدالت ګوند مشر دی، او انجینر ابو ماضي چې د الوسط تنظیم مشر دی خوشي کوي، کله چې دا لومړی ګام پورته کېږي له دې وروسته به بیا نورې خبرې تر سره کېږي تر څو د وینو تویېدو مخه ونیول شي، او مصر له کورنۍ جګړې او ستونزو څخه وژغورل شي.
 

البرادعي وايي چې مونږ په همدې هیله وو او خوشحاله وو چې ځه یو څه د خبرو اترو لپاره خو لار پرانیستل شوه، هیله ده چې نور پر مختګ هم وشي، خو خبر نه وو چې د پردې تر شا بله پټه دسیسه روانه ده، او هغه دا چې پوځ او امنیت په پټه د تېرې چهار شنبې په ورځ سهار وختي د رابعه اونهضه په میدانونو کې پر لاریون کوونکو سهار وختي ناببره ډزې پیل کړې، په زرهاوو یې شهیدان کړل، په زرهاوو ټپیان او په زرهاوو یې زندانونو ته واچول!
 

البرادعي زیاتوي چې پوځ ددغه وحشت تر سره کول له ځینو خلیجي هېوادونو سره شریک کړی وو، دهغوی په مشوره دا کار له مونږ نه پټ ترتیب او بیا تر سره شو، ځکه خو زه اوس استفعفاء وړاندې کوم.
 

نوموړی وايي چې زه لومړی دالله جل جلاله، بیا د خپل ضمیر او ایمان په وړاندې او بیا د خپل وطن په وړاندې د مسولیت له وجې استفعاء وړاندې کوم، ځکه د لاریون کوونکو مخه په سوله ایزه توګه هم نیول کېدای شوای، زور ته هېڅ ضرورت نه و! دا چې له زور نه کار واخیستل شو، زه خپله غاړه خلاصوم او اعلان کوم چې زه په دې کار کې شریک نه یم، مخکې مې هم مخالفت کړی وو، اوس یې هم مخالف یم.
 

هغه خلیجي هېوادونه چې د مصر پوځ ته یې ویلي چې لاریون کووونکي ووژنئ، ټپیان یې کړئ، او زندانونه پرې ډک کړئ، په ظاهر کې دوه هېوادونه دي یو سعودي او بل عربي امارات، د یادونې ده چې د اخوان المسلمین د حکومت په ړنګولو کې هم همدغه دوه حکومتونو لوی لاس درلود، ځکه دوی یرېږي چې که په عربي نړۍ کې سم اسلامي حکومت را منځ ته شي بیا نو زمونږ خیر نشته، زمونږ ولسونه سملاسي په مونږ پسې را پورته کېږي، بیا زمونږ سحر او جادو نه چلېږي.
 

کله چې پوځي حکومت راغی سعودي او اماراتو سمدستي په ملیاردونو ډالره مرستې ور سره وکړي، سعودي خو دومره وار خطا و کله چې پوځ عدلي منصور د موقت رئیس جمهور په توګه معرفي کړ، هغه لا حلف برداري نه وه کړې چې دسعودي حکومت په رسمیت وپېژندلو، یقینا چې دا د خندا او تعجب وړ کار دی.
 

اوس راځم اصلي خبرې ته، د سعود کورنۍ خان ( عبد الله بن عبد العزیز ) نه دا چې یوازې ځان مسلمان بولي، بلکې ځان د ټولو مسلمانانو مشر بولي، ځان د حرمینو خادم بولي، حرمین پراخوي، خدمتګاران یې ورته نیولي، لحظه په لحظه یې پاکوي، د حاجیانو خدمت کوي، خو په مصر کې د زرهاوو ښځو، وړو ماشومانو، ځوانانو او سپين ږیرو په وینو تویولو خوشحالېږي، بلکې د وینو تویولو ملاتړ یې کوي، نور هېوادونه د پوځ ملاتړ ته را بولي!
 

په داسې حال کې چې دا کار نه اسرائیلو وکړ، نه امریکې وکړ، نه اروپا وکړ او نه کوم بل مشرک، ملحد او آتش پرست! خو د سعود کورنۍ خان دا کار وکړ! او لا پسې لګیا دی!
 

اوس دې هر څوک د سعود کورنۍ خان او البرادعي دواړو ته وګوري، البرادعي چې فکرا غربی دی، کېدای شي حرمین به یې کوم ځل لیدلي وي او که نه، که یې لیدلي وي هم هسې د یو څه وخت لپاره به وي، او د سعود کورنۍ خان  د حرمنیو تر څنګ اوسي، د حرمنیو د خدمت لپاره پیسې لګوي، په البرادعي کې دومره احساس او شعور و چې د ریاست جمهورۍ له مشاورتوب نه یې استعفاء وکړه، د عامو خلکو وژل یې وغندل، نړۍ او خپل ولس ته یې د پوځ منافقت او وحشت بربنډ کړ! خو د سعودي په خان کې اسلامي څه چې انساني احساس او شعور هم نشته! د ټولو واقعیتونو او حقایقو پر خلاف د قاتل او ظالم تر څنګ ودرېد! ملاتړ یې کوي، پیسې ور کوي، لا زیاتو وینو تویولو ته یې هڅوي!
پ

ه عربستان کې الحمد لله ډېر نیک او داسې خلک شته چې د اسلامي امت هیلي او امیدونه ور پورې تړل کېدای شي، خو هغوی ته څوک مخه نه ور کوي، کله له یوې خوا د سعود کورنۍ خان د مسلمانانو د وینو تویولو ملاتړ وکړ له بلې خوا د نبوي مبارک مسجد خطیب ښاغلي شیخ محمد السحیباني په مصر کې د مسلمانانو حکومت ړنګول د یهودو، نصاراوو او منافقینو دسیسه وګڼله، او هغه څوک چې په دې هکله مرسته ور سره کوي هغوی یې په دغو وینو تویولو کې شریک ور سره وګڼل:

{youtube}desfNSSjd4k{/youtube}

زلمی هېواد وال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x