افغانستان

مشرانو جرګه: د دفاع نوی سرپرست وزير د ای ایس ای نږدې کس دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۰مه، ۱۳۹۵ل): د مشرانو جرګې غړي وايي چې د ولسمشر له لوري د معصوم ستانکزي پر ځای د پاکستاني استخباراتو نږدې کس ور معرفي شوی دی.

د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي ويلي چې عبدالله خان حبیبي له پاکستاني استخباراتو سره نږدې اړیکي لري او په وينا يې د ولسمشر له لوري يې معرفي مناسبه نه ده.

د هغه په خبره ولسمشر لا هم پر دې نه دی توانيدلی چې د ملي ارمانونو سره برابر څوک دې چوکۍ ته معرفي کړي.

د زابلي په وينا عبدالله خان حبيبي د طالبانو له واکمنۍ وروسته له پاکستان سره نږدې پاتې شوی کس دی چې د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي.

ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې عبدالله خان حبيبي د دفاع وزارت د سرپرست په توګه او معصوم ستانکزی د ملي امنیت د سرپرست رییس په توګه ملي شورا ته معرفي کړي دي.

د مشرانو جرګې یاد غړی معصوم ستانکزی هم له ګڼو سفارتونو پر پیسو اخیستو تورنوي، د ده په وينا دا دواړه باید د ملي شورا پر ځای څارنوالي ته معرفي شي.

دا په داسې حال کې دی چې د ملي امنیت شورا مشر حنیف اتمر هم د ای اس ای نږدې کس بلل کېږي او د مبصرينو په قول ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل هم د پاکستان په غوښتنه له يادې دندې لرې کړای شو .

د شنونکو په باور په ګډ حکومت کې د پاکستان نفوذ دا په ډاګه کوي چې پر مهمو امنیتي چوکیو ګومارل شوي او ګومارېدونکي کسان د نورو د ګټو لپاره چوپړ وهي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x