مصر - په وینو او لمبو کي

دسعودی حکومت په دین او مذهب هم څوک نه پوهیږي:

دسعودی عربستان حکومت چې دسعود کورنۍ ورباندی څه دباندې سلو کلونو نه پاچاهی کوي دتاریخ په اوږدو کې دتل لپاره داکوښښ کوي چې ځان داسلامی نړۍ په هره شخړه کې یو منځګړی او مصلح ښکاره کړي، ترڅو خلکو ته دا وښی چې دوی دخلکو ترمنځ سوله غوښتونکی، اسلام ساتوونکی، او دجهاد او مجاهدینو مرسته کوونکی یواځی هم دوی دي، اوپه پای کې ددې چلبازی لارې اسلامی نړۍ ته داښکاره کړی چې دمسلمانانو دستونځو او شخړو هواری یواځې سعودی کولی شي، او ځان نړۍ ته په عمومی توګه او اسلامی امت ته په خصوصي توګه یوه سپینه کوتره وړاندې کړي، او په دې سره دساده او عامو مسلمانانو – چې دې هیواد ته ددې لپاره عقیده لري چې هلته داسلام ټول مقدسات دي، چې د ټولی اسلامی نړۍ د تجمع ځای دی،

د اسلام  اخرنی پیغمبر هلته مبعوث شوی ، قران کریم  هلته نازل شوی او د مسلمانانو قبله ( کعبه ) هلته او د  مسلمانانو د حج ارکان هلته تر سره کیږی  – په سترګو کې یو موټی خاوری اچوی او دوی سره دوه مخې او منافقت  وکړی، ځکه په ښکاره داکارونه داسلام په نوم او داسلام دپلیټ فارم نه کوی، ولی په پټه کې دشخصی اودغربیانو دګټو لپاره داکارونه ترسره کوي.

اخرسعودی داسې ولی کوي؟؟!

آیا ددې لپاره چې خپل باداران غربیان چې په سرکې امریکا رازی خوشحاله کړی ځکه هغوی دا ټوټه ځمکه دسلطنت عثمانی نه چې پلازمینه یی په هغه وخت کې ترکیه کې وه را پریکړه او دوی ته یی په تحفه کې ورکړ،ځکه دوی هغوی سره دعثمانی سلطنت په ټوټه کیدو کې پوره برخه اخیستی وه، همغه وه چي بیا وروسته په ۱۹۰۲م کال کې عبدالعزیز دکویت نه دانګریزانو په اشاره دخپلو څلويښتو وروڼو سره دتیښتی په نوم ریاض ته لاړه او ریاض یی دخپلی ولکی لاندې راوست بیا دنجد منځنۍ سیمی دخپل کنترول لاندې راوستی او په دې ډول ډيرقبیلی سره وهلی او په زوره یی دانګریزانو په مرسته یوحکومت جوړ کړل او دسعودی نومی یی پریکيښود. آیا ددې لپاره داکارکوي ؟؟!

او یاهم یا ددې لپاره چې سعودی په خپله دځینو مجبوریتنو له وجهې نه په پشپړ توګه اسلام نه شی نافذولی نو بله هره ډله چې داسلام نافذولو کوښښ کوي دځان دشرم له وجهې نه یی نه پریږدی چې کامیابه شی او داستر ارمان داسلام او مسلمانانو پوره شي، ځکه سعودی خو نړۍ ته ځان داسلام ټکدار او علمبردار خودلی نو داچیرته زغملای شی چې سهې او پشپړ اسلام دی بل هیواد کې وي او دادې تش په نامه اسلامی هیواد وي او ځینو حدود دی هم یواځی داجنبیانو یاافریقیانو او یاهم دهغوخلکو لپاره چې شاهی کورنۍ په خلاف غږیږي یواځی دهغوی لپاره دنوم لپاره فوق العاده تنفیذیږی ایا ددې لپاره به داکار کوي؟؟!

او یا هم ددې لپاره چې هغه اسلام پلوه ډلی چې داترې نه دخپل ظالم اقتدار خطروینی، او هغوی په دې پاکه ځمکه باندې دکافرو نظامی اډی او ظالمو اومستبدو حکمرانانو شتون نشی زغملای او دهغوی په خلاف جدو جهدکوي، او دیوه پاک او بشپړاسلامی نظام لرونکی خپلواک سعودی غوښتونکی دی. ولی دابیا دشاهی کورنۍ اوامریکا ته دمنلو وړنه ده، نو ددې لپاره یی شاهی کورنۍ ته ایران دیوښامارپه څیر برابرکړی پخوایی صدام حسین ته دا دنده سپارلی وه اوس یی ایران ته چې اسرائیل هم ورسره دپردې شاته مل دي، نو دسعودی پاچایان مجبوردی چې دامریکایانو ګټي خوندی کړی که نه نو امریکابه ډیرځل د ایران شیعه ګانو ته قومانده  ورکړی چه په سعودی حمله وکړی  اسراییل به ددی جنګ رهبری کوی ؟؟! نوسعودی ددغو خلکو دختمولو لپاره هرډول ناروا او دمنافقت ډک تورونه تپی ترڅو عام مسلمانان دریښتیاو ګمان پرې وکړي،

په هرحال داپښتنه به خپله لوستوونکی ځواب کړي.

دادی نن یوځل بیا دخپل عادت مطابق سعودی دا ځل دخاورو داظالمه لپه دمصردمسلمانانو په سترګو کې وروشیندلی او پاچا عبدالله دخپل حقد او حسد نه ډکې جملې دهغه چا په اړه په ډيره سپین سترګی او بی حیایی وړاندې کړی چا چې دیوپیړی نه زیات وخت داسلامی نظام د راوستلو لپاره قربانیانی ورکړی سختی شیبی توری تیاری شکنجی بندیخانی یی تیری کړی، او په زرونو علماء او دفکر او عقل خاوندان یی په دې لاره کې شهیدان شوی، او ددې ملت اصلی او په دین مین  بچیان دې  او حکومت او واک ته هم درای اچونی له لارې راغلی، دهغوی په خلاف یقینا دپاچاعبدالله په څیرشخصیت چې ځان ته داسلام علمبردارهم ووایی داسی ژبه راوویستله چې انسان په یوه معمه کي اچوی او هغه خبرې چې مونږ به پخوا اوریدی چې سعودی هم لکه دپاکستان په څیر دانګریزانو په لاس دخپلو ګټو دلاسته راوړلو لپاره جوړ شوی تش په نامه اسلام باندې تیرنه وزی اوس داخبره ریښتیاکیږي، ځکه په مصر کې یواړخ ته اخوان المسلمین دی چې اسلامی او مدنی داسې حکومت غواړی چې دټولو مصریانو حقوق په کې خوندوی او هيڅ بهرنی قوت ته به دا اجازه ورنکړي په شمول داسرائیلو چې دمصر په مصلحتونو اوګټو لوبی وکړی، بل لور ته لیبرالیان اوعلمانیان او ازادخیال خلک دې چې په ځای ددې چې دمصریانو ګټی اوحقوق خوندی کړی ،دغربیانو او اسرائیلو ګټی خوندی کوي لکه دړندې سپۍ په څیرپه خپلو بچو میتیازی کوي، پاچاعبد الله چې زړه یی اخوانیانو ته ډیر ډک او پړسیدلی وه ځکه هغوی نزدی وه چې یواسلامی بلاک جوړکړی اومتحده اسلامی امت چې دهراړخ نه خود کفیله وي تیارکړی او ټولې نړۍ سره یی په متقابل احترام ولاړ علاقات ولري ، ولی دا پیرزونه دسعودی په اسلامی امت نه کیدله ځکه بیاخو دسعودی علمبرداری ختم شوه نو داموقعه یی لټوله چې کله به دوی ته چانس په لاس ورزی هم هغه وه چې دخپلو غربی مزاج استخباراتو دلاری نه یی په دوبی کې داسرائیلو داستخباراتو درئیس سره سلااو مشوره وکړه چې څرنګه مونږ کولای شو چې په مصر کې داخوانیانو حکومت ختم کړای شو، اسرائیلو په دې شرط دوی ته ویلو چې تاسو سعودی امارات کویت بحرین ټولو دعبدالفتاح السیسی پوره مالی مرسته وکړی نورکار به مونږ جوړکړو، په دې ټول طرفونه موافق شول او ددې لپاره سعودی او امارات اودسیمی نورهیوادونه ذهنی طور تیارشول، په پای کې اسرائیلو  او ټولو غربیانو په ګډه چې مالی، استخباراتی مرسته ورسره هم دپورته هیوادونه وه په دکتور مرسی چې شرعی اوقانونی ولسمشر وه فوجی کودتاه وکړه او په مصر کي یوعسکری انقلاب راغی چې داهیڅ دسالم عقل خاوند ته هم دمنلو وړنه وه ، داخو لاپریږده چې مسلمانانو بیا مصریانوته خو بلکل دمنلونه وه، چې په پای کې داخوانیانو له خوا دخپل حقوقو دلاسته راوړلو په موخه مظاهری او لاریونونه  وشول او دمصر فوځ ددوی نه په زرګونه شهیدان کړل او په زرګونو یی ټپیان کړل، چې ټولې نړۍ دا فوجی کودتاه وبلله او دفوج لوری دقوت او طاقت استعمال یی ناروا وبلل او دایی دمرسی په حق کې خلاف قانون کار وباله، ولی دسعودی پاچاعبد الله دا یو سم ګام وباله او نوی موقت حکومت ته یی دهراړخیزه کومک ټټروهاه او دسیسی په امر دفوج لخوا شهیدان چې په کې ښځې، سپین ږیر، ماشومانی ټول ترهګر وبالل او دوی سره یی داعمل یی یومناسب اقدام وباله.

داټول دپاچاعبدالله دهغه اوو ملیاردو ډالرو او دمشروعیت پيغامونو برکت وه چې په نتیجه کي یی دزرګونو مسلمانانو وینی توی شولی او په زرګونو نور ټپیان شول او مصریی داقتصاد پلوه  شل کاله شاته ولیږده، په عین وخت  کې یی دامریکا او اسرائیلو ټولو حقوق او ګټی دیوه مزدورپه څیرورته  خوندی کړی، اوهغه امیدونه چې دفلسطینیانو پیداشوی دتل لپاره په اوبه لاهو کړل چې دلومړی ورځی دکودتاه نه چې ببلاوی لالوړه هم نه وه کړی پاچاعبدالله مبارکی پیغام ورواستوه چې ډیر دخوشحالی اوزیرو نه ډک وه تابه وویل چې چنګیزانو او امریکایانو ته چاماتی ورکړی دهغې ورځی نه دمصر او فسلطین دغزی دتړانګی پوله وتړل شوه.

اوس دلته پوښتنه دا ده چې سعودی ولی دا اوه ملیارده ډالر فلسطنیانو ته نه ورکوی چې دیهود غاصبو نه بیت المقدس دازادلو جهاد کوي؟ ولی افغانانو ته نه ورکوی  چې یرغلګرو امریکایانو په خلاف جهاد کې بوخت دی ؟ ولی نورو مستضعفو ملتونوته نه ورکوي چې خپله اسلامی او ملی استقلال ترلاسه کړی.

ځواب دادی چې سعودیانو ته امریکا او اسرائیل ډیرنزدی دی نسبتا فلسطنیانو، اخوانیانو او افغانانو ته، نن هم که دسعودی پیسی چې اسرائیلوته پرې اسلحه اخیستل کیږي چې مونږ په سیمه کې دګډ دښمن(شیعه ګانو) مقابله کوو بندی شی نو یقینا په فلسطنیانو به یو څه راحت راشی ځکه پردغه اسلحه اسرائیل بیرته فلسطنیان وژنی او په دې سعودی ښه خبر دی خو دلته بیا غږ نه کوی ځکه که دایی وویل بیا خو دده نه دګونګ شیطان مبارک لقب لری کیږی کوم چې ده په خپله ځان ته خوښ کړی .

(وایی دخیرنه می دتوبه ده خو دا سپی دی درمنی کړه)

عجیبه عقل او هوښیارتیا ده ټوله نړۍ په یوه خوله وایی دا فوجی انقلاب دی مظاهره کوونکو سره دفوج لخوا ظلم زیاتی کیږي، باید دمذاکراتو او دخبرو له لاری ستونځی حل شی،  ولی دابیا دسعودی دپاچا عبدالله په قاموس کې انصاف او عدل دی هغه فوځیان چې په دې بربریت کې برخه اخیستی دده په عقیده غازیان شول چې تروریستان یی له منځ یوړل دوی باید ونازول شی انعامات ورکړای شی، او په عین وخت کې دپاچاعبدالله دبیان څخه یواځی یوه اوونۍ وړاندې دسعودی دپنځوس نه زیاتو خپلواکو علماء دسیسی داعمل یوفوځی انقلاب وباله-چې خدای خبردهغوی مصیر به چیرته ټاکل شوی وی،-  ولی په خپله مفتی عبد الله بیا په انجیل مرقص کې داکار عدل او انصاف ولیده، او دټولې نړۍ څخه یی وغوښتل چې دفوځ سره ودریږی دلته دعبدالله حقد او حسد اوقهر نورهم جوتیږی، او فوځ ته یومشروعیت ورکوی چې یواځی په مرمیو کارنه کیږي باید وسوزل شی ټوټی ټوټی شی دا تروریستان او فتنه اچوونکی او په دین ملنډی وهونکی دي، داسلام تطبیق باید خلک زمونږنه یاد کړي، او دافتوا یی هم نړۍ ته ورکړه ،چې څوک فوځ سره نه دریږی نو هغه بیا حق پټوی او په دین کې هغه د ګونګ شیطان مثال لري (کلمة حق أرید بها الباطل) ولی دری څلور ورځی وروسته دسعودی ددویم درجی مفتی چې غریب به په څومره هیره سره دا جرأت کړی وي هغه ،وویل: کوم څه چې مصرکی کیږي یقینا دافسوس او خواشینۍ وړ دی الله پاک دی ټول مصریان سره یو کړي؛، داباید لوستوونکوته معلومه وي چې سعودی کې شاهی کورنۍ په مقابله کې دهغه ځای درباری علماء دینی نصوص او دلائل دشاهی کورنۍ دمزاج مطابق تأویلاولای شی. ځکه دډیرو احکامو څخه هغوی مستثنی دي ،یو وخت چاماته وویلی وه  چې عبدالله اوکورنۍ یی یهود الآصل ده  ولی اوس داشک راولیدلی چې دابه ریښتیا وي والله اعلم.

  دنړۍ په کچه ټولی اسلامی او غیراسلامی نړۍ د سیسی چې دمصری فوځ مشردی داعمل وغندلو چې په سرکې دامریکا ولسمشر باراک حسین اوباما دفرنسی مشراولاند دجرمنی مشری انجیلا میرکل،داسپانیی دبهرنیو چارو وزیر، دبرطانیی وزیراعظم، استرالیی وزیرخارجه، دامریکا وزیرخارجه جان کیری او جان  مکین، دایتالی وزیرخارجه، دترکی وزیراعظم، دهایلند وزیرخارجه فرانس تيمر مانس، دایران ولسمشر  همدا ډول اورپای ټولنی چې ۲۸ هیوادونه په کې دخارجه وزارت وزیره میرمن کاثرین آشتون به بروکسل کې ټولنی په نمائندګۍ وویل چې کوم څه چې په مصر کې روان دي ظلم دی او تشدد دی باید مسائل دخبرو دلاری دټولو په ګده حل شی.

سربیره پردې چې په ګرده اسلامی نړۍ کې دعامو ولسونو لخوا دمصری فوځ په خلاف  پراخه مظاهری وشی او ټولو په یوه خوله دفوځ بربریت وغنده او دایی د دکتور مرسی او اخوانان په حق یو لوی ظلم او نامشروع عمل وباله

په فلسطین کې په سلګونه خلک دفوځ په خلاف لاریونونه وکړل او دفوځی انقلاب یی وغنده، حتی ددوی لاریون دمسجد اقصی نه تیریده او دځینو غربی او عربی هیوادونو نومونه یی هم اخیستل چې دوی په مرسی فوځی کودتاه وکړه او هغه دمصر قانونی ولسمشر دی ، په داسې حال کې چې اسرائیلو دانعری اوریدلی  ولی هغوی دوی ته هیڅ هم ونه وویل بلکه دایی ددوی حق وګڼل، همدا ډول د یمن په پلازمینه صنعا ،داردن په پلازمینه عمان، دسوډان په پلازمینه خرطوم، په تونس، افغانستان، پاکستان ، مالیزیا، اندونیزیا،   کې  په زرګونه خلک دفوځ خلاف لاریون وکړ او دفوځ داعمل یوه کودتاه وبلله.

ولی پاچاعبد الله دټولې نړۍ په خلاف دایوسم اقدام وباله او ووایی داکار باید وشی ځکه داتروریستان دی دوی دمصر امنیت ګواښ کړی باید چې په هرقیمت وي له منځ یوړل شي، دلته اوس دایمان درجه قوت او وجود معلومات کیږي کافران چې کلمه یی هم نه ده  وویلی ولی دیوانسانی همدردی له کبله دفوج داعمل یو انقلاب ګڼی پاچاعبد الله چي ځان ته داسلام ټکداروایی یو سم اقدام ګڼی.  

وایی  چې هټلر یهود دخپل قوم اوملت ته دیولوی خطر له وجهې قتل عام کړل، ولی سیسی دپاچاعبدالله په ډالرو اودقتل عام مشروعیت ورکولو اخوانیان او خپل قوم داسرائیلو لپاره قتل عام کړل ډیرافسوس صد افسوس په داسې پاچا لکه دأبوجهل یی دژوند په اخري شیبو کې هم دخپل کفر مظاهره وکړه . الله پاک خومو دی دداسی بی وجدانه او بی ضمیره او ددنیاوی نشو کې مست  مشرانانو نه ډیرزر محروم او یتیمان کړی لکه دړندی سپۍ په څیرپه خپلو بچو متیازی کوي. آمین

لیکوال:حقپال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x