افغانستان

کابل: خوشال مېنه کې یوه ښوونکې تښتول شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۰مه، ۱۳۹۵ل): د کابل ښار په خوشال مېنه کې د یو ښوونځي ښوونکې نامعلومو کسانو تښتولې ده.

د کابل ښار د پوهنې ریاست چارواکې وايي چې دغه ښوونکي تېر سهار پنځمې امنیتي حوزې ته څېرمه تښتولې ده.

د کابل ښار د پوهنې ریاست اداري مرستیال محمد اصف انوري وايي چې دې ښوونکې د شمس المشایخ لېسه کې دنده ترسره کوله.

د انوري په وينا ښوونکې تېره ورځ لادرکه شوه، خو نن يې خپلې کورنۍ ته د تلیفون په وسیله حال ورکړی چې د نامعلومو کسانو په منګولو کې ده.

د خوشال مېنې یو تن اوسېدونکی وايي چې دا ښوونکې د پنځمې امنیتي حوزې څنګ ته لادرکه شوې ده، هغه دعوه کوي چې په پېښه کې د سیمې امنیتي مسوولین شریک دي.

یاده دې وي ورته پېښې په دې وروستیو کې ډېرې شوې دي، نږدې دوه اوونۍ وړاندې د کابل ښار کارته نو سیمه کې هم یو تنکی ځوان اباسین د تښتوونکو له لوري قتل او جسد يې کورنۍ ته ولېږل شو.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې دولت د ښار د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلی او په وينا يې ګڼ پولیس له تښتوونکو، قاچاقبرو او غلو سره نېغې اړیکي لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x