افغانستان

بغلان: د حزب اسلامي وسله‌والو ۱۶ کارګر تښتولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲مه ۱۳۹۵ل): د بغلان امنیه قومندان وايي چې د سکرو له کانه ۱۶ تنه کارګر د حزب اسلامي اړوند وسله‌والو تښتولي دي.

د بغلان امنیه قومندان مل پاسوال عوض محمد نذیري ویلي چې د کرکر د سکرو کان اوسمهال د پولیسو په کنترول کې دی او هېڅ ډول امنیتي ګواښ ورته متوجه نه دی.

هغه زیاته کړه چې دوی د یادو ۱۶ کارګرو چې د حزب اسلامي د وسله‌والو په بند کې دي، د خوشې کولو لپاره هڅې کوي.

د کرکر د سکرو د کان یو تن کارګر یار محمد پژواک خبري اژانس ته ویلي چې تېره ورځ وسله‌والو په کان برید وکړ، یو شمېر کارګر یې ووهل، ۱۶ کارګر او ۱۱ موټر یې له ځان سره یوړل.

په عین حال کې د افغان کول شرکت رییس عبدالمعروف هم تایید کړې چې د کرکر په کان برید کوونکي د حزب اسلامي وسله‌وال دي.

د معروف په وینا د تېرې ورځې راهیسې دغه معدن د وسله‌والو په لاس کې دی ، هغوی یې لوټي او پولیس په دې اړه هېڅ اقدام نه کوي.

د افغان کول شرکت رییس هم تایید کړه چې د حزب اسلامي وسله‌والو د دغه شرکت ۱۶ کارګر او ۱۱ وسله‌وال له ځان سره وړي دي.

نوموړي د بغلان امنیه قومندان هغه ادعاوې رد کړې چې د کرکر کان د پولیسو تر کنترول لاندې دی.

په بغلان کې د حزب اسلامي سیمه‌ییزو قومندانانو تر دې دمه په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.

د حزب اسلامي د وسله‌والو لخوا د ۱۶ کارګرو د تښتول کېدو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې دغه ډله حزب له ګډحکومت سره مذاکرات کوي او په ۹۰ سلنه مادو باندې موافقې ته هم رسېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x