افغانستان

صلاح الدین رباني: د حمیدالله د اعدام په اړه په جریان کې نه وو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د بهرنیو چارو وزیر او د پخواني فقید ولسمشر برهان الدین رباني زوی صلاح الدین رباني وايي چې د حمید الله په نوم کس چې د ده د پلار په قتل تورن وو، د اعدام تر مخه یې د دوی کورنۍ او ګوند په جریان کې نه وو اچول شوي.

تېره ورځ ګډحکومت په پلچرخي زندان کې شپږ تنه طالب بندیان اعدام کړل، په دغو شپږو کې یو کس حمیدالله د رباني د وژنې په تور اعدام شو.

د کندهار ولایت اوسیدونکي حمیدالله په دې تورن و چې د کندهار څخه یې کابل ته د هغه سرتیري بریدګر په انتقال کې مرسته کړې وه چې د استاد رباني د وژنې لامل شو.

ګډ حکومت د شپږو طالب بندیانو د اعدام په اړه ویلي وه چې دغه کسان یې د قربانیانو د کورنیو د زیات فشار او غوښتنو پر اساس اعدام کړل.

صلاح الدین رباني نن د دوشنبې په ورځ پر خپلې فیسبوک یوه خبرپاڼه نشر کړې او ویلي چې د حمیدالله د اعدام په اړه دوی په جریان کې نه دي اچول شوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، لکه څرنګه چې مونږ ته ویل شوي، حمیدالله په دې تورن و چې د کندهار څخه یې کابل ته د استاد رباني د قاتل په لېږدونه کې مرسته کړې، مونږ په یقین سره ویلای شو چې نوموړي به حتما ددې دردونکي پيښي په اړه زیات معلومات لرل.

هغه زیاته کړې چې یاد کس ته به په دې اړه معلومات و چې څرنګه یو کس د کندهار څخه کابل ته انتقال شو، څرنګه په کابل کې په حکومتي میلمستون کې وساتل شو، څرنګه د استاد رباني کور ته ورسیدو او دا ټول پړاوونه شفافو څیړنو ته اړتیا لري. «جمعیت اسلامي افغانستان او د پروفیسر برهان الدین رباني کورنۍ ددې پریکړي په عملي کیدو کې په جریان کې نه وه اچول شوې، موږ غواړو چې ددې پېښي په اړه ټول پټ او ښکاره عوامل وڅیړل شي او په شفافه توګه څېړنې وشي».

صلاح الدین رباني په مشري د جمعیت اسلامي ګوند رهبري شورا ویلي چې له تيرو ۱۵ کلونو څخه ددوی د ګوند مشران ترور کیږي، او دوی یې له کلونو د شفافو څیړنو غوښتنه کوي ، خو دا کار نه ترسره کیږي.

د جمعیت اسلامي افغانستان د رهبري شورا په باور که په تېرو کلونو کې ددغه ډول پيښو د عواملو څیړلو په موخه لازم اقدام تر سره شوی وای نو د ډیرو ورته «جنایتونو» مخه به نيول شوې وای.

د یادوني وړ ده چې تېره ورځ سید اسحاق ګیلاني هم وویل چې د استاد رباني د قتل په تور د حمیدالله اعدامېدل پر دې دلالت کوي چې حکومت غواړي د استاد رباني قضیه نوره نهايي کړي او په دې اړه د شفافو څیړنو مخه ونیسي.

نوموړي وویل چې د استاد رباني په قتل کې ښکاره لاس لرونکي پر لوړو څوکیو ګمارل کیږي او یو بل کس چې په اړه یې ښکاره شواهد او ثبوتونه نشته، اعدامیږي او ددې دردوونکي پيښي دوسیه بندیږي.

نوموړي وویل چې استاد رباني په ابوظبي کې تداوي کوله چې حامد کرزي ورته تلیفون وکړ او ورته وې ویل چې مهم ملاقات ته ځان را ورسوي او بل اړخ ته معصوم ستانکزي سرتیری د استاد تر کوره ورسوي.

هغه وویل چې د استاد رباني په حق کې دا ستره جفا ده چې د قتل په اړه یې تر شفافو او ښکاره تحقیقاتو کولو پرته، په نامه خلک اعدامیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x