شعـــــرونه

غزل: پيرمحمد کاروان

پيرمحمد کاروان

په زړه کې داغ په سترګو کې اوبه به وي مورکه
نارې به وهې ډېرې خو بس نه به وي مورکه

اوبه یې په مستۍ ځي ونې بوټي یې ګډیږي
ژوندۍ ښايي د هاغه پورې غره به وي مورکه

چې شرنګ له دروازې یې د جنت د نغمو راغی
د مینې د ملَکو له کاله به وي مورکه

د هغه سړي سخ دی چې له ځانه سره وایي :
ورځم چې زه ولاړه په لمانځه به وي مورکه

سوړ زړی ډبرین سړی مې هم په چیغو ولید
غریب ملامت نه دی ور په زړه به وي مورکه

کاروان به توروي پرې د غزل د ماشوم سترګې
لجرومې به لفظونه وي رانجه به وي مورکه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x