
سامسنګ یو ځل بیا خپل کاروونکي حیران کړل (تصویرونه)
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د سامسنګ کمپنۍ د نورو سمارټ فونونو تر څنګ په یو متوسط سمارټ فون چې ګیلکسي سي ۵ (Galaxy C5) نومول شوی هم کار کوي.
سامسنګ کمپنۍ غواړي دغې سمارټ فون وړاندې کولو سره د متوسطو سمارټ فونونو بازار هم تر خپلې ولکې لاندې راولي. د سامسنګ لخوا د دغې سمارټ فون وړاندې شوي نوي تصویرونه به د دغې کمپنۍ کاروونکي حیران کړي.
که څه هم دغه سمارټ فون یو متوسط سمارټ فون دی خو بیا هم ډیر فلز په کې کارول شوی. له دې وړاندې د سامسنګ کمپنۍ ټول متوسط سمارټ فونونو کې ډیر زیات پلاستیک کارول کیده.
سامسنګ کمپنۍ غواړي دغه کار سره د چین په بازارونو کې چینايي سمارټ فونونو ته هم ماتې ورکړي. چینايي سمارټ فونونه د کاروونکو د جذب لپاره تل خپلو سمارټ فونونو کې ډیره زیاته اندازه فلز کاروي.
ګیلکسي سي ۵ (Galaxy C5) نومې دغه سمارټ فون کې ځانګړی پروسېسر ځای پر ځای شوی. دغه سمارټ فون کې د سنپ ډراګن ۶۱۷ (SnapDragon 617) ډوله اته هستې لروونکی پروسېسر ځای پر ځای شوی.
دغه سمارټ فون کې د کاروونکو د تمې خلاف ۴ ګیګابایټ رېم کارول شوی تر څو کاروونکي وکولی شي د نوو ګیمونو څخه په غوره توګه خوند واخلي.
د دغې سمارټ فون ډسپلې به ۵.۲ انچه وي او د ګوګل د اپريټنګ سیسټم وروستۍ بڼه انډرایډ ۶.۰.۱ مارشمالو (Android 6.0.1 Marshmallow) په کې ځای پر ځای شوی وي.
تر دې دمه د ګیلکسي سي ۵ (Galaxy C5) نومې سمارټ فون د وړاندې کولو نیټې یا بیي په اړه څه نه دی ویل شوی.