افغانستان

حکمتیار د شپږو طالبانو اعدام وغانده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د حزب اسلامي ګوند امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار د شپږو طالبانو اعدام غندلی او د وژل شوو کسانو کورنیو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.

ښاغلي حکمتیار د یوې اعلامیې له لارې چې د حزب اسلامي د ګوند په رسمي وېبپاڼې «شهادت» خپره شوې ده، ویلي چې دغه ډول اعدامونه نه یواځې دا چې حکومت شړوي بلکې «مجاهدینو ته استقامت ور وبخښي».

د حزب اسلامي مشر د شپږو طالبانو اعدام بوږنوونکی ګڼلی او په وینا یې دغه اعدامونو د کمونیستي رژیمونو د واکمنۍ پر مهال د څرخي پله ظلمونه یو په یو وریاد کړي دي.

د یادونې وړ ده چې ګډ حکومت پرون سهار د څرخي پله په زندان کې شپږ طالب بندیان چې په بېلابېلو جرمونو تورن و، اعدام کړل.

د طالب بندیانو اعدام توند غبرګونونه وپارول، طالبانو د غچ اخېستلو ژمنه وکړله او ملګرو ملتونو هم اعدامونه د سولې په وړاندې خنډ وګڼل.

تر دې وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان له اشرف غني غوښتي وو چې د اعدام حکمونه توشیح نه کړي، ځکه د افغانستان قضايي ارګان له فساده ډک دی او یاد کسانو ته د ځان د دفاع لپاره سم فرصت نه دی ورکړل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

هیله ده چی حکمتیار صاحب له دی فاسد او په اصل کی له کمونستانو سخه جور مزدور حکومت سخه لیری پاته شی او پر زای یی اسلامی امارت ته د ایمان له مقتضی سره سم نژدی او یو زای شی.

د حکمتیار صیب په نشراتی پانه شهادت کی ورته پیغامونه هیله بشوونکی خو دیر بیا مأیوس کوونکی دی.

mayak khan

وائې چې له شپانه سره تندی وهې او له لیوو سره میږې ماته وي/ عجیبه لوبه روانه ده یو لور پروني اعدامونه حکمتیار صاحب ته دکمونستي دورې ترخې وحشي تاریخچې وریاده وي ، بل لور ته سبا اوبله ورځ له همدغو وحشي او وطن پلورونکو سره یوځای کیږي اودغه کړه چې نن دغو دکمونستانو پاتې شونو اونویوصلیبي وحشیانوترسرکړل سبا به ئې دحکمتیارصاحب ملګري ترسره کوي او لکه نن چې دغه وحشیان کوم دلیل وائې سبا به دوی هم ورته دلیل بیانه وي،زه نه پوهیږم چې حکمتیار صاحب په کوم باوراوتړون دصلیبي لاس پوڅو سره په یوه أخور خوړلوته تیار دی… نور لوستل »

ساحل

که هر څومره حزب اسلامي او طالبان تر منځ اختلافات ولري نو بیا هم د یو بل په درد زوريږي او یقينا چې دا د ټولو افغانانو په زخمونو مالګې دوړول دي، له دې امله د طالبانو څخه مو هم خواهش دا دی چې حزب اسلامي پسې خپل تبلیغات بند کړي او د هغه څه لپاره کار وکړي چې د اسلام او مسلمانانو خیر پکې وي، یقينا چې د اسلام او مسلمانانو خیر په اتفاق او یووالي کې دی، د حزب اسلامي محترمه مشرتابه د طالبانو سره په غټو نظریاتو کې یوشان دی، لکه حکمتيار صاحب هم په افغانستان کې… نور لوستل »

ساحل

غوربندي: دا فیصله مو ناسمه ده، چې حکمتيار دې طالبانو سره يو ځای شي، زه وايم چې یو بل ته دې لاس ورکړي او د یو بل د درد دوا دې، او د حکمتيار صاحب دا صادقانه هڅې چې د افغانستان حکومت سره د صلحې په ارتباط دي یقينا چې یو ابتکار دی چې نوموړی غواړي د امریکایانو څخه دا ابتکار واخلي او په خپله مستقیما له افغانانو سره وغږيږي، زه وايم چې که چېرته همدغه اردو او عسکرو ته صحیح مشرتابه وټاکل شي نو یقينا چې افغانستان به اسلامي او پرمختللی افغانستان وي، خو جنګ د دې حل نه… نور لوستل »

ساحل

د mayak khan خبرې له خندا ډکې خبرې دي، داسې خبرې کوي لکه ماشوم، هغه افغانستان سره د سولې خبرې کوي ، په شرايطو ورغلی، اسلامي غوښتنې لري، د نرتوب خبره دا چې هیڅ امتیاز نه غواړي غیر له دې چې افغانستان کې سوله راشي او خارجي قواوې له افغانستان څخه ووځي، له افغانستان څخه نوي فیصده قواوې تللي او صرف پاتې د لسو څخه هم کمې دي، نو څه به کوو په دوی پسې دا ټول افغانستان ورانوو، او که په طریقه به يې راوباسو، کله چې یو څوک د کينسر په سرطان اخته شي، ډاکټران کوښښ کوي د… نور لوستل »

افغان

حیرانوونکی ده ، د حزب اسلامی غندل په دی معنی چه هغه شهیدان یی په ناحقه او بی له محکمی او وکیل نیولو وژلی حتی په دروغو یی ورباندی خبری تپلی لکه حمیدلله چه دوی د ربانی په قتل کی د لاس لرلو تورن کړی هغه هم تورن شوی ، تورن کله هم مجرم نه وی د محکمی د عدالت ، اسنادو او شواهدو ورو سته که مجرم شی ، په داسی حال کی چه د ربانی قاتل معصوم ستانکزی ژوندی او ګرندی ګرځی کله وزیر او کله ریس جوړیږی ، خو حمیدالله یی د قتل په مرسته کی اعدامیږی… نور لوستل »

غوربندی

ساحل صیب د یو ورور چشمدید حکایت دی، ویل د شمالی بعضی نو جوانان سره تول شول او ددی لپاره چی د یو مشترک او متفق عليه هدف باندی صلاح شی مثلا د بعضو خپلوان امنیت کی وو، در بعضو ملی اردو او بعضی پولیسو کی،، نو فیصله یی پدی وکره چی فقط او فقط امریکایی فوجیان به تر برید لاندی نیسو،، خدای وس چا خپل توپک، چا پیسی، چا مهمات تهیه کرل،،، او د لومری برید په موخه آمریکایی اهدافو لور ته نقشه جوره کره،،، خو متاسفانه مخکی لدی چی امریکایانو ته نژدی ورسیژی د ملی اردو په کمین… نور لوستل »

mayak khan

ساحل صاحب خانده کور دې ښه کور دی/ ددغه متل په بنا ستا چې دحزب دروغې جوړې لپاره کوم دلالېل وړاندې کړی دی دا خپله دخندا وړ دی ځکه چې په کوهی کښې یوڅاڅکی شراب اویانور لیږ نجاست دکوهي دنجاست سبب ګرځي ترڅو چې ټولې اوبو ترینه لرې نشی نه باکیږی ، نن ستا په بلواکه حکومت کښې دغه لیږ شانتې پاتې بردی یرغلګر دنجاست په څیر دي تر څوچې په تمامه معنا نوي لرې شوی دا هیواد خپل مه ګڼه پرون ددغو لیږو ځواکونو مشر ستا ددریو نورو کالونودغلامي موده أوږده کړه ته لا وائې چې په چل به… نور لوستل »

ساحل

ورور mayak khan، د مثال په ډول، تاسو خلکو ته چيغې وهئ چې د حزب (دلالیل) که دا دلايل وي نو څنګه د خندا وړ دي، د اوبو ليرې کول اسانه خبره ده، ټولې اوبه به ليرې کړې او ضایع به يې کړې، همدغه ډول به د افغانستان ټولس تباه او برباد کړې او په شهادت به يې ورسوې؟؟؟؟؟؟ ځکه چې یو څاڅکی شراب ورغورځېدلي، زه ډېر متاسف يم چې ستاسو د نظریاتو حجم ګورم، دا هيواد تاسو وایاست چې خپل مه ګڼي، تر کومه به دغه هيواد خپل نه ګڼو، او د خپلو ځوانانو د قتلونو او شهیدانولو لړۍ… نور لوستل »

mayak khan

ګرانه ساحل صاحب : تاته به یاد وي چې کله دمجاهدینو په لاس کابل فتحه شو نو خپل منځي نښتو زور واخست حزب دکابل په اطرافو کښې قرار لرلو له حکمتیار صاحب څخه به چې کله پوښتنه وشوه نو هغه به ویل چې مونږ جنګ نه غواړو جنګ په مونږ تپل شوی ده، تر دې چې پدغو خپل منځي جنګونوکښې یواځې کابل میشته شپیته زره بې ګناه انسانان ووژل شول، نن هم هغه دحکمیتایر صاحب دوینا په بناء په افغانانو جنګ تپل شوی ده ترڅو چې دجنګ عوامل له منځه نوي تللی تر هغه به جنګ روان وي یواځې دحکمتیار… نور لوستل »

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x