مصر - په وینو او لمبو کي

اسلامیانو ته د سپيني ماڼۍ پيغام: دیموکراسي ستاسو لپاره نه ده، د زور څخه کار واخلئ

يو وتلی امريکايې ژورنالست ډيويډ روډ په خپله يوه کالم کې دمصر دوروستيو بدلونونو په اړه دامريکا دريځ ته په پام سره ليکلي دي:

د مصر دوروستيو پيښو په اړه دامريکې دريځ هغه خبره سمه ثابته کړه چې له کلونو راهيسې جهاديانو پرې ټينګار کاو چې امريکا يو منافق هيواد دی او دا چې د وسلوالې مبارزې پر ځای په انتخاباتو کې ګډون هيڅ ګټه نه لري.

نومړي زیاتوي چي د مصر په رابعه العدویة او النهضه کي د قتل عام څخه نیولی او بیا د ۳۸ کسو زندانیانو اعدام پوري ددې ټولو مخه نیول کیدلای سوای، که چیري د امریکا اوسني حکومت او د اوباما ادارې پر وخت سم او چټک ګامونه پورته کړې.

ښاغلي ډیوډ مخته وايي چي په مصر کي قتل او زندانیانو وژل نړۍ ته دا ثابته کړه چي القاعده او پلویان یې حق لري چي د امریکا څخه کرکه وکړي، امریکا باندي بریدونه وکړي، او په عین وخت کي القاعدې ته د پروپاګند او نویو غړو د موندولو لپاره یو ډیر ښه چانس په لاس ورغلی، او همدا پيښي به حتما القاعده خپل د تنظیم د غړو په زیاتولو کي استخدام کړي.

نوموړي وایی چي سپیني ماڼۍ د مصر او نوري نړۍ اسلامي ګوندونو او اسلامي فکرونو ته دا ښکاره پيغام ورکړ چي کومي خبري القاعده تاسو ته تر اوسه کولې، هغه ټولي رشتیا او حقیقت دي، دیموکراسي د بل هر چا لپاره ده، مګر تاسو. په انتخاباتو او ټاکنو کي ګډون هیڅ مانا نه لري، که غواړئ حکومت وګټی، بیله زوره یې نه شی ګټلای.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x