نظــر

د اعدامونو لړۍ د چا په ګټه ؟

عبد الظاهر صافی

هر سهار د یوې نړۍ هیلو سره مو ورځ پیل کیږي چې نن به مو د کومې خوښۍ یا ښېرازۍ خبر په نصیب شي او کنه ، او دا ډار هم راسره وي چې الله مه کړه کوم د غم خبر مو تر غوږه یا تر سترګو نشي ، متأسفانه چی ډیرو وختونو کې مو د غمونو او خواشینیو ډک خبرونه په برخه شي.

تیره ورځ مې د هیواد د شپږو تنو ځوانانو د اعدام خبر تر غوږ راورسیده لکه د نورو غمونو په څېر یی وزورولم او د فکرونو د پراخه بیبان مسافر یی کړم،

له ځانه سره می پرېکړه وکړه چی د رسنیو له لارې د اړوند چارواکو غوږونو ته خپل احساس ورسوم او دا فکر ورسره شریک کړم چی تر څو به د هیواد د بچیانو چی د سیاسی مخالفینو په عنوان هم یادیږي وینه مباح ګنل کیږي، په اعدامونو محکومیږي،په قیدخانوکی کړول کیږي، هیواد کی د اوسیدو حق څخه به محروم وي، د فکري ازادۍ حق ورڅخه سلب وي، او تر کله به یی د اجنبیت احساس میلمه وي.

که یو تن د هیواد د مسلحو ځواکونو له خوا وژل کیږي یا د قضایی ارګانونو له خوا اعدامیږي یا هم په محبسونو کی شکنجه کیږي، نور په سلګونو ملګري به یی د غچ په هکله سوچونه کوي او هر ملګری به جدا جدا غچ اخلي تر څو د هریو سینه یخه او د انتقام لمبې یی په بدن کی مړې شي. د هرې پېښې وینه به په نورو وینو وینځل کیږي.

که رښتیا هم د دولتي چارواکو تر مینځ د صلحی او ارامې فضاء د جوړولو لیوالتیا شتون لري او د هیواد د ټولو اتباعو ( که مخالف وي یا موافق) د وینو د ساتنی فکر لري باید روان کړکیچ د کمولوهڅې وکړي نه دا چی په هیواد کی روان کړکیچ لازیات کړي، قهرونه را وپاروي نفرتونه خپاره کړي، ډار واچوي.

په مجموع کی د غټو خلکو څخه د ِغټو حوصلو تمه کیږي، که یوه پېښه رامینځ ته کیږي نو کشران په هیجان کی راځي احساساتي کیږي خو مشران یی د خپل عاقلانه مدیریت له لارې معقولې لارې او سم عکس العمل ته رابولي.

منم چې د امنیت په لسم ریاست برید دولت او پلویانوته یی دروند ګوزار و، خو داسې پېښې د مشرانو د توازن او عقلمندۍ ازموینه بلل کیږي او ولس منتظر وي چې اوس به د ولس مشر او د نورو لوړ پوړو واکدارانو حکیمانه اقدام او عکس العمل څه وي ؟

بیا هم تاسف چې افغان ولس مشر د کشرانو په پرتله ډیر وارخطا و، او د احساساتو مدیریت یی د لاسه ورکړ، د انتقام خبره یی وکړه او اعلان یی و کړچې د پېښې غچ به په محبس کی د قیدیانو څخه اخلي او تېره ورځ یی خپل اعلان د شپږ طالب قیديانو په اعدامولو عملي کړ،

که پورته عکس العمل ته لږ دقت وشي کټ مټ دا معنی لري چی لږ تر لږه به اوس نور شپږ دولتی کارمندان په بدل کی د لاسه ورکوي.

که له بل پلوه فکر وکړو چې اعدام شوي څوک وو؟ پنجابیان که عربان ؟ چیچنایان که ازبکان که تاجکان ؟

یوهم نه بلکې د هیواد اصیل بچیان او د ابدالی ، غزنوي او هوتک لمسیان پښتانه وو چی د پښتون ولس مشر له خوا یی د اعدام دوسیی توشیح او لاسلیک شوې.

دا هر څه په داسی حال کی ترسره کیږي چی په هیواد کی له یوه پلوه طالبانو سره د سولې خبرې کیږي او له بل پلوه د حزب اسلامی لوړ پوړی پلاوی د دولت د مخالفت څخه د لاس اخستنی په موخه روستني توافقات لاسلیک لپاره کابل ته راغلی، ولس د هوسا ژوند خوبونه ویني او د جنګ میدان د سړیدو هیلې راژوندۍ شوي دي.

شاید د دولت د لوړ پوړو چارواکو له خوا دغه هیلې د خاورو سره خاوری کول له دې کبله وي چې پخپله او خپل اولادونه یی د مرګونې ګوزارونو څخه په آمان دي او په خوندي ښونځیو، پوهنځیو، دفترونو او پارکونو کی وختونه تیره وي،

سوله راتلل د اقتدار چوکۍ ته ګواښ بولي ، او د دولتی امکاناتو او وسایلو اختلاسونه یی د خطر سره مخ کیږي …

له همدې ځایه د سولې پروسه کی د مړې خېټې پاړسی وایی او د سولې خبرو په وړاندې خنډونه را پیدا کوی او د ناکامۍ پړه یی په خپلو مخالفینو اچوي، زه په خپل وار دغه چارواکو ته په ګوته کول غواړم چی راشئ یو بین الآفغانی او اسلامی تفاهم له لاری بد امنیو ته د پای ټکی کیږدئ ، ډیر امتیازات مو تر لاسه کړي لږ امتیازات نورو ته هم په پام کی ونیسی تر څو ټول ولس د ارام ساه واخلي.

نه به ټول عمر ژوندون وي نه به تل وي فرصتونه

اقتدار به مو بچ نکړي څه به وایئ جوابونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x