
طالبانو د موټر چلوونکو څخه د شکایاتو لپاره اړیکشمېرې اعلان کړې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): طالبانو یو ځل بیا د ترانسپورتي او باروړونکو شرکتونو نمایندګیو ته خبر ورکړی چې په لویو لارو د سفر پر مهال ټول ترافیکي قوانین په پام کې ولري او عملي کړي.
همدا راز یې په عامو خلکو غږ کړی چې که د سفر په جریان کې موټر چلونکي له ترافیکي قوانینو سرغړونه کوي او هیوادوالو ته ستونزې ایجادوي، باید د طالبانو اړوندې ادارې ته یې په اړه خبر ورکړي.
د طالبانو د «ملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې» د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغه اړيکشمېرې اعلان کړي چې په مټ یې د لویو لارو مسافرین کولای شي له دوی سره نېغ په نېغه تماس ونیسي او د موټرچلوونکو په اړه طالبانو ته شکایت ورسوي.
طالبان وايي چې دا ګام یې وروسته له هغه اخیستی چې د بېلابېلو سیمو د قومي مخورو، مشرانو او عامو ولسي وګړو لخوا د ترانسپورتي او باروړونکو وسایطو د چلوونکو په اړه ورته شکایتونه رسیدلي.
طالبان زیاتوي چې د «هیوادوالو د تحفظ او خوندیتوب» په غرض به له هر هغه ترانسپورتي شرکت او موټرچلوونکي سره «شرعي او قانوني» چلند کوي چې د مسافرینو له ژوند سره بې احتیاطي کوي.
د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې لخوا اعلان شوې اړیکشمېرې په لاندې دي:
بریښنالیک: molkietalafat_m@yahoo.com
مرکزي شمیره: ۰۷۰۷۹۱۸۳۸۴
میدان وردګ: ۰۷۸۱۸۱۱۵۷۷
زابل: ۰۷۰۳۴۳۶۵۳۱
هلمند: ۰۷۹۳۶۵۵۶۸۵ / ۰۷۹۵۶۲۶۶۴
طالبانو دا اعلان وروسته له هغه کړی چې تېره ورځ د غزني – کندهار په لویه لار د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې په پایله کې لږ تر لږه ۵۰ کسان مړه او تر ۶۰ پورې نور ټپیان شول.
دیر شه پرمختگ دی زما وراندیزونه د تخطی په صورت کی دی د موتروانانو وهل تکول قطعا منع شی او پر زای دی یی درنه مالی جریمه وتاکل شی. د لاری په اوژدو کی دی د سرک له مسیر او موجود وضعیت سره سم مختلف مقاطع د سرعت د حد او سبقت د جواز یا نه جواز له مخی تعریف او ورته ساده لرگینی لوحی نصب شی. د موترو أو نقلیه وسایطو په شاتنی برخه دی لاندی لیکل مری الإجراء شی: که زما موتر چلول خطر پیشوی نو لطفا په لاندی شمیره تماس ونیسی ۰۷۹۹۹۹۹۹۹ (دا شمیره باید د مربوط… نور لوستل »
لاندي تدابير دي ونيول شي : ١-دهر ترانسپورتي شركت موتر جي حادثه وكري كه دچلونكي گناه وي يا كومه تخنيكي ستونزه بايد شركت دبيمي داصولو مطابق وزل شو اوزخميانو دخساري جبران وكري ٢-چلونكي بايد د لازم امتحان ورسته د ترافيكو مديريت له خوا وگمارل شي.٣-د لوي لأرو ترافيك او امنيتي كسان تول موتر أو وسايط بايد كنترول أوجريمه كرأي سي