نظــر

د مطبوعاتو نړیواله ورځ او په هیواد کې یې ماهیت او څرنګوالې

لیک – اسم هجران

روانه میاشت، د مي- دریمه د مطبوعاتو نړیواله ورځ په هیواد او نورو ملکونو کې ولمانځل شوه، دوه ورځي  وروسته د قلم ورځ هم په ورته شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه، چې په رښتیا هم دا دواړي ورځي په معنوي لحاظ سره خورا د اهمیت وړ دي، او  څومره ستایني چې یې وشي، کمي به وي. «قلم گفته است که من شاهی جهانم» په زغرده دا دعوه کړي او د نوک په زور یې جهان رنګین کړي، مطبوعاتي بهیر ته یې هم ښکلا ور بښلې، چې پایلي همدا د بشري ژوند د تقدیر څرګنده مثبت بدلون دی چې د سر په سترګو یې وینو. یعنې مطبوعاتو په(News – خبر) سره ذره بیني کړي او په(views – تحلیل) طلسم سره یې هغه څه ممکنه کړي چې اټکل یې نه کیدو او مهذبه نړۍ یې را مینځ ته کړيده.  همدا وجه ده چې د نړۍ پرمختللو هیوادونو د مقننې، اجرايې او قضايي قوي سره جوخت مطبوعات هم د څلرمي دولتي قوي په توګه پيژندلی، او هڅې رواني دي چې نور هم پراختیا ورکړي.

دا ورځ په ګران هیواد افغانستان کې هم ولمانځل شوه. په ولسمشري ماڼۍ، په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نورو نړیوالو ادارو کې ځینې د قلم خاوندان او خبریالان وستایل شول او ډالي ورکړي شوي. د هیواد په کچه دا وخت مطبوعاتي بهیر په چټکې سره مخ په وړاندي روان دی. د خبري رسنیو(ورځپاڼو، راډیوګانو او تلویزونونو) شمیر لسګونو څه چې سلګونو ته رسیدلی دی. نو ځکه خو ویلي شو چې د پخوا په پرتله ژور بدلون پکې راغلي دی او زیاتي هیلي یې را ټوکولي دي. بیاهم هغه د چا خبره، «اسمان چې څومره غوریږي، دومره نه وریږي!؟». یعنې د هغه کمیت په اساس چې مطبوعاتي بهیر یې نن لري، کیفي وړتیا یې دومره نه دی. خو دا پدې معنا هم باید تعبیر نشي چې د کار وړ کسان نه لرو. بلکې په ملي او نړیواله کچه داسي ازمویل شوي او نوشتګر لرو چې د هر ډول سیالي جوګه کیدلي شي. اما د کوتو په شمیر دي، چې په حق کې به یې دا مناسب او پرځای ویل وي.

«جودانه قدر یو لعل پکې پیدا شي – نور همه واړه د تورو کاڼو غر دی».

یعنې دا يو څو وړ کسان چې نومونه اخیستل یې د ملحوظاتو په لحاظ  ننګ ګڼم، د ټول بهیر د غوره والي استازیتوب نشي کولي، کمې او ناغیړي هم ددي عاملینو نه دي، په مطبوعاتي اصطلاح «ستم ظریفي» د هغو جفاوو پایلي دي چې په میراث کې ورته پاتي شوي دي، چې اغیزي يې پر یوبل  دوامدار او اوس هم شتون لري. همدا وجه ده چې نن مطبوعاتي بهیر له نړیوالې سیالۍ وروسته او نسبتآ په بي کیفیته حالت کې دی، چې زما(لیکونکي) په غالبه ګمان ځینې ټکې به یې دا وي.

۱ – داسي چې نظامونه په(دیموکراتیک – دیکتاتور) ماهیت سره پيژنو، داسي مطبوعاتي بهیر یې هم په(concept of libertarains او  concept of athoritarian) تصورونو سره پیژندل کیږي، چې توپير یې ترمینځ خورا زیات دی. په ازاد مطبوعاتي بهیر کې د مسلو مثبت او منفي اړخونه ټول ارزول کیږي، د بیان ازادي په وړاندي خنډونه نه شته، لوستونکې یې نیوکې او انتقادونه د ټولنیز اصلاح په موخه غوره چلنجونه ګڼې. ددي په وجه خو فردی او ټولنیز حقوق تل هلته خوندي وي او دموکراسي پرمخ روانه وي. پایلي یې هم پرمختګ او سوکالي وي. خو په اتوریته کې یوازي یو اړخیزه هدف په پام کې نیول کیږي. دلته سانسورشپ، پرواقعتونو چپه خوله پاته کیدل او د بل مدحه ثنا ویل د عامل مکلفیت دی. پایلي یې هم د خلکو بي شعوري او ناهیلې او وروسته پاته والي دی. له بده مرغه د افغاني ټولنې مقدرهمدا دی چې یادونه یې وشوه. د تیرو څلورو لسیزو انقلابي ضد ماضاد نظامونو مینځ ته راتلل بیا بل هغه ناورین و، چې د ایډیالوژیکې برلاسي په موخه تبلغات پکې کول، چې دي ناخوالو نور هم د مطبوعاتي پروسي په وړاندي کرکي را وپارولي، او همدا اوس هم ډیر کارنده په هغه پخواني اسلوب روان دي چې مطبوعاتي بهیر یې بې کیفته کړيدی.

۲ – څرنګه چې په هیواد کې دیکتاتوري واکمني درلوده، داسي د مطبوعاتي پروسي پیل هم د افرادو نه بلکه د نظامونو له لوري شوی دی، او هغه هم د هغه هدف په اساس چې پورته یې یادونه وشوه. ټولنیزشخصیت او جید عالم سیدجمال الدین افغان چې د افغانستان د لومړني اخبار«شمس النهار» په چاپ کې ستر رول درلود او خپل افکار یې خورول.

د وخت مستبد هغه نشوای زغملي، سمدستي د هغه مخه ونیوله، پایله دا شوه چې علامه تبعید شو، او اخبار مصادره شو. په دوهم ځل چې بیا(بابای صحافت) علامه محمود طرزي په سراج الاخبار کې د خپلو خیالاتو ننداره وړاندي کړه، د هغه دا نوښت هم ددي باعث شو، چې ژر له صحافتي ډګر څخه لري او بله دنده ورکړي شوه. وروسته که بیا هم هر څوک راغلي او جوت شوي، پایلي یې همداسي وي. د معاصر تاریخ په دموکراسي لسیزه کې چې مطبوعاتو ازادي ومونده، نو دا بهیر تر بلوغیت مخکې د ژيړ ژورنالیزم ښکار شوه، تر ګټو یې زیانونه ډیر شول. اما په اکثره بهیرنیو هیوادونو کې مطبوعاتي بهیر د اشخاصو او کدرونو له لوري پیل شوي، هر څومره فشارونه چې پر راغلي، له کرښې نه دي وتلي.

۳ – اوسنې اقتصادي څیړنو ښودلې، د یوي ټولنې ۶۰ سلنه وګړي چې ورځپاڼې لولي، هغه  پرمختللي بلل کیږي. له بده مرغه په افغاني ټولنه کې د زده کړو کچه تل په کمه پیمانه وه او حتا په ځینو وختونو کې خو د نشت په حساب وه، چې دا پخپل ذات کې د ستونزو او ناخوالو  لوی لامل و، چې بیان ته حاجت نه لري. یعنې چیري چې زده کړي نه وي، هلته د پوهې او  شعور کچه هم نه ارزول کیږي. دا د تیرو څو وروستیو لسیزو خونړي پيښې او ظالمانه حرکتونه بیا نوري هغه غمجن یادونه وو چې پر ورسیوا شويدي.

نو پداسي شرایطو کې مطبوعات هم هغه رسالت نه شي ترسره کولي چې هیله ورته کیږي.  عاملین يې هم د ټولنې هغه اتباع دي چې په داسي شرایطو کې د حالاتو له نزاکتونو په بې خبره پاتي شويدي. نو همدا وجه ده چې اکثره ایډیټران او قلم کاران له ځانه وړتیاووي نشي ښودلي د تخلیق پرځای و تقلید او د ملي پیداواري تلاش پر ځای د نورو فرهنګې وارداتو ته د لومړیتوب حق ورکوي. پایلي یې دا دي چې مطبوعاتي بهیر یې له یو ستر ګواښ سره مخامخ کړیدی. نو پخپله ادعا کې مقصر نه یو چې ووايو مطبوعاتي کمیت د خپل کیفي وړتیا په لحاظ سره معیاری نه بلل کیږي. بیا هم په انساني سعیه او زیار ګاللو سره هرڅه ممکنه کیداي شي، نو د خپل روڼ سباوون او سوکالي په هیله باید بې توپیره او لاس ترزنې منتظر پاتي نه شو، لکه توپاني موج تل په خوځښت کې ووسو چې بری ترلاسه کړو.

«موج ام که آسودگی ما عدم ماست – ما زنده با آنم که آرام نگیرم»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x