
عطا نور: د اعدام تر مخه زمونږ سره مشوره نه ده شوې
نن ټکی اسیا (سې شنبه، غويي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د بلخ سرپرست والي عطانور نن یوه خبري کانفرانس ته په وینا کې وویل چې دوی په پلچرخي زندان کې د طالبانو د اعدام په اړه په جریان کې نه وه.
نوموړي چې د امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان تر څنګ ولاړ وو، وویل، ددې تر مخه چې د برهان الدین رباني په قتل تورن کس اعدام شوی وای، باید د جمعیت اسلامي د ګوند او د استاد رباني د کورنۍ سره مشوره شوې وای.
تېره ورځ په کابل کې د ګډحکومت چارواکو شپږ تنه بندیان په مختلفو تورونو اعدام کړه چې په هغو کې یو هم د استاد برهان الدین رباني په قتل تورن حمید الله وو.
د نوموړي په اړه ویل کیږي چې د استاد رباني قاتل سرتیری بریدګر یې له کندهاره کابل ته رسولی وو.
عطا محمد نور وویل چې دغه کس سره د استاد د قتل په اړه ډیر رازونه وه چې اوس یې په مرګ هغه رازونه ټول دفن شوه.
دنوموړي تر مخه د جمعیت اسلامي ګوند یوه اعلامیه هم نشر شوې چې ورته ټکو ته په کښي اشاره شوې وه او ویل شوي وه چې د استاد رباني په قتل تورن کس سره ډیر رازونه وه، څرنګه هغه سرتیری بریدګر د کندهار څخه کابل ته انتقال سو، څرنګه هغه په کابل کې په حکومتي میلمستون کې وساتل سو او بیا څرنګه په وزیر اکبرخان کې د استاد رباني تر کوره ورسیدی. په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې قضیه کې ډیر داسي اړخونه شته چې باید په شفافه توګه باندي څیړني شوي وای.
عطا نور یو ځل بیا تکرارا په دې خبره ټینګار وکړ چې ددې اعدام تر شا مرموز اهداف شته چې غواړي د استاد رباني د قتل عوامل همداسی معما پاته شي. هغه وویل: «د حمیدالله د اعدام لپاره باید د جمعیت له مشرانو سره سلا مشوره شوې وای او د استاد له وارثینو او له مشر زوی سره مشوره شوې وای.په دې ځای کې موږ یو ډول مرموز حرکت وینو چې غواړي په دې پېښه کې نور عوامل همداسي پېچلې پاتې شي.»
د یادوني وړ ده چې د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وه چې د طالب بندیانو په حق کې د اعدام پریکړه یې د هغو غوښتونو او فشارونو پر اساس کړې چې په «تروریستي» بریدونو کې د قربانیانو د وارثینو له خوا شوې وو، خو اوس ددې پيښو تر ټولو ستر قرباني استاد رباني وارثین او د ګوند رهبري شورا وايي چې دوی په جریان کې نه وه ، نوي پوښتني زیږولي.
د ربانی او احمدشاه مسعود کورنیو ته !!!!! احمدشاه مسعود د فهیم ، عبدالله او سیاف پواسطه او د امریکایانو به دستور ووژل شو، کله چه ضیا مسعود د خبل ورور قاتلانو ته ګوټّه نیسی هغوی هر یو ته څو میلونه ډالر او لوړ مقامونه ورکول کیږی چه خبره نادیده او نااوریدلی وساتی ، مګر کله چه د احمدشاه مسعود زوی لوی کیږی فهیم ته یی اخطار ورکړی وو ، د همدی امله کله چه فهیم مړ شو د فهیم زوی ویل چه زما بلار ته چا زهز ورکړی مطلب یی د احمدشاه زوی وو . په هر صورت د… نور لوستل »
نور خپله یو خاین وطن پلورونکی دامریکا زوی بی شرمه متعصب انسان دی زه له لویه الله هیله کوم چه دا خاین انسان هم دده داستاد ربانی په شان جهنم ته ورشی دوی په هغه انسانانو نه خفه کیزی چه دوطن دازادی او ددین لپاره زانونه قربانی کوی مرگ په عطاچور مرگ په شورای نظار مرگ په شر او فساد