شعـــــرونهپښــــتو ادب

غزل- دار/ سپین کوچی

سپین کوچی

رابیل شول د همزولو له کتاره په خندا

په ټوله مینه غیږ درکوي داره په خندا

بیګا یې له یارانو سره ولمانځله وخته

د ژوند اخري شپه یې تر سهاره په خندا

جیلوانه غوسه مکړه چې ولچکې شرنګومه

زه دار ته په مستۍ ځمه په لاره په خندا

ګلابه څڅوه پټې حالاتو نه مړې اوښکې

د زړه ژور زخمونه دې هم شماره په خندا

د کور د دروازې د ځنځیر شرنګ سره را پاڅي

یو خور په بندي ورور پسې بیماره په خندا

مور پټې په ټیکري کړي اوښکې پاکي او څه وایې

تابوت کې خپل شهید ځوی ته کراره په خندا

ګلاب یې د خندا په جرم پورته کړل په دار

ازغیو ته سلام کوي له ډاره په خندا

د ستړي ژوندانه د راز په دې کیف دې پوی نه شوم

ژړا کې شوې کوچیه سپینه یاره په خندا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x