چاکلیټ د دغو مهلکو ناروغیو څخه مخنیوی کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۱مه ۱۳۹۵ل): یوې نوې څیړنې ثابته کړې چې که چیرې څوک غواړي د فلج او شکر د مهلکو ناروغیو څخه ځان وژغوري نو په ورځنی ډول یوه اندازه تیز رنګ لروونکی چاکلیټ خوړل باید خپل عادت وګرځوي.

د دغې څیړنې د ترلاسه شوو پایلو پر بنسټ هره ورځ یو ځل تیز رنګ لرونکی چاکلیټ نه یوازې دا چې د زړه د مختلفو ناروغیو څخه مخنیوی کوي بلکه د شکر په مخنیوي کې هم ډیره زیاته مرسته کوي.

په دغې څیړنې کې د ۱۱۰۰ هغو کسانو چې عمر يي له ۱۸ څخه تر ۶۹ پورې و د ژوند طریقه او ورځنۍ خواړه تر څارنې لاندې نیول شوی و.

په څیړنې کې ثابته شوه چې هغه کسان چې په ورځنی ډول ۱۰۰ ګرامه چاکلیټ خوري د هغوي په بدن کې د انسولین حساسیت کمیږي او د ځیګر فعالیت بهتره کوي.

د واروک پوهنتون د څیړونکو په وینا شواهد ښيي چې هغه خواړه چې خپل ترکیب کې ککاو (Cacao) لري د زړه او میټابولیک روغتیا بهتره کولی شي چې په مرسته يي د فلج، زړه او شکر په څیر مهلکو ناروغیو خطر کمیږي.

د دغې څیړنې څیړوونکو وویل چې خلک باید فیتوکیمیکل (Phytochemical) لروونکي خواړه کوم کې چې تیز رنګ لروونکی چاکلیټ هم شامل دی استعمال کړي خو باید په ټاکلې اندازه استعمال شي.

څیړوونکو همداراز وویل چې د تیز رنګ لروونکی چاکلیټ خوړلو سره باید په ورځنی ډول ورزش کول هم خپل عادت وګرځول شي تر څو په دې ډول د وزن د زیاتیدو مخه هم ونیول شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د