شعـــــرونهپښــــتو ادب

غزل/ غلام حضرت شاکر

منصور

پـرغـوټۍ شونډو مسک خنــدان درومي بې خـاره وځي

د وخـت منصـور پــه «انـاالحـق» تــر سـرد داره وځي

سرلـوړی ژونــد شي،هم اعـزاز،مرګي ته غېـږ ورکول

شــاه زلـمي ځکــــه پـــه هـــوس پـــر دغـې لاره وځي

د مرګ پـه کومي کې ګوزران دی خدايـه څنګه به شي؟

څنګــه بــه لال د ژونـــد لــــه ژامې د ښـامـــاره وځي؟

تقديـر د ښکلي او خوړجـن واخيست بـدرنګـو پـه لاس

د ښکليـو« ښکلي» مــو د ښکليـــو لـــه قطـــاره وځي

خاينـان نـه مـري غـدارانو تــه چانس شتـه دی د ژونـد

د سـر سـړي مــو درېغـــه ! يــو ،يــو لــه کنــاره وځي

وطـن زمـوږ دی راج ښکېـــلاک بانــدې د وخت چلـوي

ځينـې مـــو وژنـي ځينـې درومـي لـــــه ديـــــاره وځي

هـــا چـې سـرونـــه يـې وو ايښـي د وطــن پـــه مينـــه

هغــه سـرتېـــري مـــو لــــه تېــغ د استعمــــــاره وځي

پــرهــر،پــرهــر کابـــل لا ولـي د ستـــــم پـــه کــاڼــــو

لکــــه مجــرم د پـردو ــ خپــلـو لـــه سنګســـاره وځي

يـه« مـلالۍ »در ځنې ځـار شم پـه« ميوند »کـړه نظر

ستـــا د ټپـې خاطــرات ورو،ورو لــــه قنـــدهـاره وځي

وخت بـه راځي«شاکره»موږ به ګونــدې خپل کړووطن

افغـــانستــــان بـــه لــــه منګـــولــــو د اغيــــاره وځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x