afg fball team

فتبال: افغانستان پاکستان ته په درې صفر ماتي ورکړه

نن ټکی آسیا: د افغانستان د فټبال ملي لوبډله نن د سې شنبې په ورځ په دې وتوانیدله چي خپل مقابل د پاکستان د فټبال ملي لوبډله په ۳ صفر ګول سره را وپرزوي.

دا لوبه چي نن په کابل کی تر سره شوه، د جنوبي اسیا هیوادونو د سیالیو لپاره د چمتوالي په خاطر په کابل کي د پاکستان او افغانستان تر منځ وشول، چي په ترڅ کې افغانستان پاکستان ته شرمونکي ماتي ورکړه، او درې صفر باندي یې بری وموند.

د افغانستان له خوا څخه لومړی ګول د اول برخي (half) په نولسمه دقیقه کي د سنجر احمد له خوا ووهل شوو، او دوه پاتی ګولونه د لوبي په دوهمي برخي (half) کي د احمد آرش عاطفي، او معروف محمدي له خوا ووهل شو.

باید وویل شي چي افغانستان د فیفا د غوره ټیمونو په لیسټ کي پر 139 لمبر راځي، او پاکستان په 167 لمبر باندي دی.

د یادوني وړ ده چي ټاکل شوې د رواني میاشتي په ورستیو کي به د نیپال په کتمنډو ښار کي د جنوبي آسیا هیوادونو تر منځ سیالي وشي، چي په هغو کي پاکستان، هندوستان او افغانستان هم شامل دي، او پاکستان افغانستان دا دوستانه لوبه د هغه سیالۍ لپاره د چمتوالي نیولو په خاطر تر سره کړه.

د کتونکو په باور که چیري افغانستان د جنوبي اسیا په دغو سیالیو کي ښه مقام ګټي، نو د فیفا په غوره لیسټ کی به خپل لمبر نور هم پورته کړي.

https://i0.wp.com/fbcdn-sphotos-e-a.akamaihd.net/hphotos-ak-ash3/1010039_692864074076131_897473314_n.jpg?resize=575%2C382&ssl=1

https://i0.wp.com/fbcdn-sphotos-g-a.akamaihd.net/hphotos-ak-prn2/1148979_10151864312026613_1174826962_n.jpg?w=620&ssl=1

 

Afghan fans at the AFF stadium

 

'Friendship Match' between Afghanistan and Pakistan in Kabul

 

Pakistani goalkeeper Saqib Hanif makes a save during the game

 

An Afghan football fan walks past fellow supporters queuing to watch their team play against Pakistan

 

Afghan fans watch the game in a Kabul cafe

 

https://i2.wp.com/tolonews.com/TOLOnews_photo/sport/afghan-pakistan-football-match-20-aug-13.jpg?w=620

 

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د