افغانستان

سرنوشت: حکومت د سولې پر ځای، جګړه اوږدوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼه سرنوشت وايي چې حکومت سولې ته د کار کولو پر ځای د جګړې پر اوږدولو بوخت دی.

سرچينې د حزب اسلامي – حکمتیار ښاخ – سره د حکومت له لوري د سولې په برخه کې ناکامي یاده کړې او لیکلي يې دي چې د حکومت مشران واک نه لري.

سرنوشت کاږي چې د حکومت له لوري د حزب اسلامي راغلي پلاوي ته ويل شوي دي چې خپل مشکل له امریکایانو سره حل کړي او په ورته توګه د طالبانو پر وړاندې د سولې د ګام په نامه د څلور اړخیزو ناستو لړۍ هم له ناکامۍ سره مخ شوې ده.

ورځپاڼه د شنونکو له قوله کاږي چې د حکومت له لوري د سولې په نوم هڅې « یوه ډرامه ده. »، چې هیڅ واقعیت نه لري.

سرچینه د کابل پوهنتون د استاد عبدالله کامه وال له خولې کاږي چې د حزب اسلامي – حکمتیار ښاخ – د سولې په برخه کې نېک نیت کړی و، خو حکومت يې مناسب ځواب ورنه کړ.

هغه وايي چې د حکومت دریځ ولس پر دې باوري کړی چې ګډ حکومت د سولې لپاره هڅې نه کوي.

کابل مېشتي سیاسي شنونکي نظر محمد مطمئن بیا د دولت له لوري د سولې پروسه د تسلیمۍ په نامه یاده کړې او سرنوشت ته يې ويلي دي چې حکومت غواړي خپل مخالفین د سولې په نوم ځان ته تسلیم کړي.

هغه وايي چې حکومت تر خبرو وړاندې له خپلو مخالفینو غواړي چې وسله پر ځمکه کېږدي او اساسي قانون دې ومني، چې له تسلیمۍ پرته بله مانا نه لري.

ياده دې وي د تېرې یکشنبې په ورځ د شپږو زندانیانو له اعدام وروسته ولس پر دولت د سولې باور له لاسه ورکړی، طالبانو د خپلو ملګرو د غچ ژمنه کړې چې د دولت له لوري د جګړې له اوږدولو پرته بله مانا نه لري.

سیاسي شنونکي عبدالرحیم ثاقب هم ورته نظر لري او د یکشنبې پېښه د حکومت له لوري د جګړې پر اړخ له ټينګار پرته بل څه نه بولي: «اصلا له دغوغیرشرعي اوغیرقانوني اعدامونو څخه د ګډ حکومت اساسي هدف په افغانستان کې د مزید بحران او بي ثباتي رامنځته کول دي ، نه د امنیت تأمین او ثبات قائمول.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x