افغانستان

تره کی: د زندانيانو اعدام د حکومت ډار او کمزوري په ډاګه کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): فرانسه مېشتی افغان مؤرخ او سیاسي شنونکی دوکتور محمد عثمان تره کی د یکشنبې د پېښې اړوند لیکلي چې دا ډول پېښې د حکومت د سیاسي اخلاقو نیستي په ډاګه کوي.

نوموړي پخپله تازه مقاله کې پر تروریزم بحث کړی او پر دې غږېدلی چې دغه اصطلاح څنګه جنګي ډلې د خپلې ګټې استعمالوي.

تره کي پخپله مقاله کې ليکلي چې د خلق ډیموکراټیک ګوند له لوري د پنځو زرو تنو اعدام هغه نظام له سقوطه ونه شو ژغورلی نو د شپږو تنو اعدام هم د اوسني نظام لړزاند حالت ته تکیه نه شي ورکولی.

تېره یکشنبه د احمد ضیا مسعود په غوښتنه د ولسمشر پر فرمان د څرخي پله زندان کې شپږ تنه زندانيان چې نږدې پنځه کاله وړاندې پر اعدام محکوم و، پر دار وځړول شول.

ګډ حکومت دغه زندانيان د طالبانو له لوري پر لسم ریاست د بريد په غچ کې اعدام کړل، خو شنونکي د حکومت دا ډول کړنې د جګړې پر اور د تېلو شیندل بولي.

دوکتور محمد عثمان تره کی وايي چې د داسې حکومت له لوري چې په فساد کې يې نړوال ریکارډ ټینګ کړی وي د زندانیانو اعدام، د هغه حکومت چې پردو پر موږ تپلی د اخلاقي ضعف، ډار او لېونتوب ښکاره بېلګه ده.

د سیاسي چارو یو بل شنونکي ښاغلی عبدالرحیم ثاقب هم پر دې نظر دی، هغه پخپله تازه لیکنه کې یوه پوښتنه مطرح کوي: «د کوم نظام چې خپله ولسمشر د تر ټولو لوړقضايي ارګان (سترې محکمې) اوعدلیه وزارت په فاسد والي اعتراف لري، حکومتي سیسټم يې په نړیواله کچه په فساد کې لومړي نمبر مقام خپل کړی وي ، د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو مدافع بنسټونه یې د شته فساد له وجې په شفافیت شکمن وي نو د دغه ډول حکومت لخوا به د سیاسي بندیانو اعدامول څومره پر شفافیت او مشروعیت بناء وي؟»

نوموړی وړاندې لیکي چې دا د ملت جنګونې فتنه ده: «دلته د اعدام په تنفیذ کې له شمالي ټلوالې سره د اشرف غني وفادارې نه ؛ بلکې له دغه تخریبي فرصت څخه د حکومت لخوا د ملت جنګونې لپاره د فتنې اچولوا ستفاده کول اصلی هدف دى.»

ياده دې وي د یکشنبې پېښې د ولس توند غبرګون را پارولی دی، تېره ورځ د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې سلګونو اوسېدونکو د دې اعدام غندنې په خاطر لاریون وکړ او نن بیا د دې ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د کابل – کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې او سلګونه لاریون کوونکي د حکومت ضد شعارونه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x