افغانستان

رمضان بشردوست: توتاپ یوه ملي پروژه ده باید قومي نه شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): ډاکټر رمضان بشردوست وايي چې د توتاپ پروژې په اړه مخالفتونه د پردیو لاسونه دي او غواړي دا ملي پروژه قومي معرفي کړي.

نوموړي پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دښمن هڅه کوي دغه ملي پروژه د قومي تفرقې پر مټ له ناکامۍ سره مخ کړي.

هغه دښمن نه دی په ډاګه کړی خو ويلي يې دي چې که دا پروژه له هرې لارې تېره شي د افغانستان خلکو ته يې ګټه رسېږي.

نوموړی لیکي: « هزاره، پښتنو، تاجکو، ازبکو او ټولو قومونو وروڼو، پام مو وي چې د دښمن لاسونه د توتاپ پروژې ته رسېدلي او غواړي ناکامه يې کړي! »

د بشردوست په خبره که پروژه له هرې لارې پلي شي د هېواد وګړي ورسره ارامېږي او په وینا يې ګټه يې په یوه خاص قوم يا خاص فرد پورې اړیکه نه لري، د ده په خبره ملي پروژه ده او باید ملي فکر وکړل شي.

بشردوست په داسې حال کې د دې پروژې د ناکامۍ لپاره د دښمن لاس غځېدلی بولي، چې د ولسمشر مرستیال نن هم د امریکا سفیر ته د همدې پروژې په اړه شکایت وکړ.

سرور دانش په کابل کې د امریکا له سفیر سره د دې پروژې په اړه د حکومت دریځ له یو قوم سره تبعیض وباله او په وينا يې حکومت هڅه کوي چې له مرکزي سیمو اوسېدونکو سره تبعیضي چلند وکړي.

ياده دې وي ټوټاپ پروژه چې په ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا لېږدوي د سالنګ له لارې پلازمېنې کابل، او له کابل نه تر کندهار او هلمند او لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ته لېږدول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x