نړیوال بانک: لا هم ۳۶ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): د نړویوال بانک د راپور له مخې د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ روان دی.

د دې بانک د راپور له مخې تر څه مودې وړاندې پورې تمه کېده چې د افغانستان اقتصادي وضعیت به مثبت لوري ته ګام واخلي خو اوس ورته د پرمختګ تمه نه شي کېدلی.

د نړیوال بانک د راپور له مخې سره له دې چې ګڼې نړیوالې مرستې له افغان حکومت سره شوې دي، خو لا هم د دې هېواد ۳۶ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

دوی د اقتصادي وضعیت د شاتګ علتونه نا امني، بې کاري او ځينې طبعي پېښې يادې کړې دي، چې په نږدې ټولو برخو کې مسوولیت د دولت پر غاړه دی.

نړیوال بانک پر مرسته کوونکو هېوادونو غږ کړی چې له افغانستان سره دې مرسته وکړي چې کاري فرصتونه پکې برابر او دا هېواد تر ثباته ورسېږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې د ګډ حکومت له پیل سره د هېواد اقتصادي وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی، د ګډ حکومت په نږدې دوه کلنه دوره کې زرګونه هېواد وال بې کاره شوي او د سوداګرۍ خونې د راپور له مخې نږدې دوه زره فابریکې تړل شوې دي.

ویل کېږي د نا امنیو د ډېرښت له امله هم سوداګره زړه نه ښه کوي چې په افغانستان کې د ننه پانګونه وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د