حکومت د طالب په نامه شپونکی اعدام کړی

محمد عثمان

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): وړمه ورځ د کابل په پلچرخي زندان کې شپږ تنه بندیان په دې تور اعدام شول چې د طالبانو جنګیالي دي او په «ترهګریزو» عملیاتو کې لاس لري.

په اعدام شوو زندانیانو کې یو تن «عثمان» نومېده چې امریکايي ځواکونو په پکتیکا ولایت کې په داسې حال کې نیولی وه چې د مېږو په پوولو بوخت وه.

د محمد عمثان د محبس ملګرو نن ټکی اسیا ته ویلي چې نوموړي د خپل شپانه طبعیت او د نیول کیدو د کیسې له امله په ټول زندان کې مشهور و. د «عثمان» د محبس ملګري د هغه له قوله وايي چې په خپله سیمه کې یې مېږې پوولې چې ورته په نږدې سیمه کې د امریکایانو او دولتي ځواکونو پر ګډه ګزمه چاودنه وشوه.

امریکایانو نوموړی ونیوه، د ټانګونو سره یې په داسې حال کې ودراوه چې په مخکې يې ورته وسلې کښېښودې او انځورونه یې ترې واخیستل.

د عثمان په وینا دده څخه وپوښتل شوه چې کور دې چیري دی، او هلته نور څوک درسره اوسیږي؟ ده ورته ویلي وه چې د اکا زوی مي هم راسره یو ځای اوسیږي، سمدستي امریکایان ورغلي وه او د هغه اکا زوی یې هم لاس تړلی د بګرام زندان ته بیولی وه.

عثمان خپلو بندي ملګرو ته ویلي وه چې دوی نه پوهیدل چې ولې ترې امریکايانو عکسونه واخیستل، خو وروسته یې پرې د چاودنې تور ولګاوه او د ثبوت لپاره به یې هغه انځورونه ورښودل چې امریکایانو ترې په زور د وسلو سره اخیستي وه.

د هغه د زندان ملګري وايي د عثمان د اکازوی چې څه ناڅه په خبره پوه وه، له بنده خلاص شو، خو عثمان پرته له کومو شواهدو او اسنادو د امریکایانو په امر په اعدام محکوم شو.

په بګرام کې د نوموړي د زندان پخواني ملګري وايي چې عثمان په عصبي لحاظ هم کمزوری وو، نالوستی وو، په ټول جریان یې سم سر نه خلاصیده، ان تردې چې د اعدام په حکم نه پوهیده چې څه مانا لري.

عثمان د خیالي جان زوی د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ د ملیزو د کلي اوسیدونکی وه، نوموړي څه د پاسه ۶ کاله په زندان کې تېر کړل، خو تر وروستی ورځې په دې نه پوهېده چې ولې په اعدام محکوم شوی و. د اعدام تر مخه نوموړی د پلچرخي زندان په څلورم بلاک کې بندي وو.

وړمه ورځ چې کله په بګرام کې شپږ تنه د طالبانو په تور اعدام شوه، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پنځو کسانو په اړه لنډ معلومات نن ټکی اسیا ته را ولیږل چې په هغو کې له محمد عثمان پرته نور ټول ذکر شوي وه.

پر همدې اساس نن ټکی اسیا د ذبیح الله مجاهد څخه پوښتنه وکړه چې د محمد عثمان په اړه د معلومات ولې نشته، دا کس څوک او په څه جرم بندي وه. مجاهد وویل چې د محمد عثمان په اړه د ده سره هیڅ معلومات نشته.

نن ټکی اسیا د همدې شپون په اړه د طالبانو د بندیانو د کمیسون سره اړیکه ونیوله، هغوی هم دا خبره تایید کړه او ويې ویل چې محمد عثمان د طالبانو سره هیڅ تړاو نه درلود.

د یادوني وړ ده چې تر اوسه حکومت هغه شواهد او اسناد نه دي وړاندي کړي د کومو پر اساس چې شپږ تنه د «تروریستي بریدونو» په تور اعدام کړه.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې یوناما هم د اعدامونو په اړه ویلي وه چې د دې کسانو پر ضد هېڅ پرېکنده ارزښتمن شواهد نشته او ددې درنې او سختې سزا عملي کول هم د خلکو له امنیت سره مرسته نه کوي.