نظــر

کومه خپلواکي مې لمانځلې وه؟

لیکلي یې وو، راځئ چې دخپلواکۍ ورځ په ډولونو او اتڼونو ولمانځو! فکر یوړم چې کومه خپلواکي؟ له ملګري څخه مې وپوښتل یاره دا خلک کومه خپلواکي لمانځي؟

راته یې وویل ساده ګله: له تاریخه هم ناخبر یې سبا ورځ له انګریزانو څخه دافغانانو دخپلواکي۹۴ کلیزه ده. په دې خبره یې سخت خفه شوم چې وګوره استعمار زموږ دځوانانو په افکارو او ذهنونو څومره کار کړي هغوي ته یې خپلواکۍ په څه ډول ورپیژندلې.  بیا مې ترې وپوښتل: کومه خپلواکي او تاسې خپلواکي څه ته وایئ؟

هره ورځ دې په لسګونو خلک دپردیو په بمباریو کې شهیدانیږي، په خاوره دې دورځې په سلګونو راکټونه راوریږي، چارواکي دې دبادارانو له اجازې پرته خبره نشي کولی، حتې تردې په سرک باندې دبهرنیانو له موټرو څخه دمخکې کیدو اجازه هم نلرې. دادې شوه سیاسي خپلواکي.

اوړه، غوړي او داسې نورخوراکي توکي مو راته له ګاونډیو هیوادونو راروان دي که چیرې یوه ورځ مو ترمنځ پوله وتړل شي نو په کابل کې یې نرخونه اسمان ته خیژي، دمامورینو، عسکرو او اردو معاشونه مو له بهرنیو مرستو ورکول کیږي که چیرې دا مرستې بندې شي.

بیا نو نه مامورشته، نه عسکر شته او نه هم اوردو، دادې شوه اقتصادي خپلواکي. ماشین آلات، وسله، دکورسامان، سمنټ، اوسپنه او حتې پوکڼۍ هم راته له ګاونډیو هیوادونو راځي داسې فابریکې نه لرو چې دغه شیان په خپله خاوره کې پخپله تولید کړو دادې شوه  ټیکنالوجیکي خپلواکي، په رسنیو کې مو دپردیو هیوادونو اصطلاحات او سیریالونه خپریږي چې له برکته یې دهیواد داخلي مارکټونه له هندي، پنجابي، ترکي او غربي لباسونو او اسبابو ډک شوي دادې هم کلتوري خپلواکي.

کله چې دا یوه خپلواکي هم نه لرو نو بیا کومه خپلواکي ولمانځو؟ موږ  هم عجیب خلک یو، پرته له دې چې فکر وکړو هره پریکړه مو په پټو سترګو او جذباتو سره وي، له هرچاسره مو دوستي او دښمني پرته له فکرکول په پټو سترګو وي،  دخپل راتلونکي لپاره مو هم له یو چاڅخه  ملاتړ هم په پټو سترګو او جذباتو وي.  کله مو چې هره پریکړه پرته له فکر او تحلیل څخه وي نو پایلې یې هم ډیرې خرابې وي همغه وي چې خپل ځان او ټولنه دبدبختۍ کندې ته ور وغورځوو. چې ښه بیلګه به یې څو لسیزې مخکې دخپلو رهبرانو ټاکنه درکړم چې تراوسه ېې په ناخوالو کې کړیږو.

زما هدف له دې لیکنې دا نده چې تاسې دا ورځ مه لمانځۍ. زه وایم چې راځئ په دغه ډول ورځو کې خپل راتلونکي نسل ته دخپلواکۍ درس ورکړو. او په دې یې پوی کړو چې ریښتینې خپلواکي څه ته وایي؟ پدې کې کوم ارزښتونه نغښتي چې نیکونو مو په دخپلو سرونو په نظرانه کولو ګټلې ده؟ کله مو چې ځوان نسل په مفکوري لحاظ وروزل او هغوی مو دخپلواکۍ په اساسي مانا پوه کړل نو بیا به دنړۍ دنورو ولسونو په شان موږ هم دخپلو نیکونو ګټلې خپلواکي دخپلو شخصي ګټو لپاره قربان نه کړو.

 زما لپاره به دخپلواکۍ ورځ هغه وي چې کله مې دخاورې واک او اختیار په خپل لاس کې شي، کله مې چې ولس په خیټه موړ او په تن پټ شي، کله مې چې فابریکې او دخاورې دساتنې لپاره ټکنالوجې خپله شي، کله مې چې رسنۍ خپلواکه شي او ټولې هڅې یې دافغانانو دیوالي لپاره وي، کله مې چې هوایې حریم په خپل واک کې شي، کله مې چې دخوارو افغانانو په غمجنو څیرو مسکاخپره شي په هغه وخت کې به زه دخپلواکۍ احساس وکړم ، او هغه ورځ به زما لپاره دریښتینې خپلواکۍ ورځ وي. هغه وخت به شکرانګۍ لپاره د دلوی څښتن دربار ته سرپه سجده ګدم او هغه وخت به یې په ډولونو ، اتڼونو او جشنونو لمانځم.

دهمداسې یوې ورځ په هیله، خو ته له ماګیله مه کوه زه له تا بښنه غواړم چې ماستا لپاره په لاس کې پرته له دردونو،غمونو،اوښکو او ګیلو بله هیڅ ډالۍ نه درلوده نو ځکه مې دخپلواکۍ ورځې ونه لمانځلې.

لیکوال: عبد الحمید ظفر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x