بادغیس: طالبانو ته تسلیمېدونکي اربکیان حکومت ونيول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): په بادغیس کې حکومت د اربکیانو هغه ۲۳ کسیزه ډله نیولې چې غوښتل يې طالبانو ته تسلیم شي.

د بادغیس ولایت د امنیه قومنداني د امنیت امر عزیز امانی وايي چې دې اربکیانو په بالامرغاب کې دنده درلوده او تېره شپه يې پلان درلود چې له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شي.

د هغه په خبره وړاندې تر دې چې اربکیان له طالبانو سره یو ځای شي د هغوی پر پوستو چاپه وهلې او ټول يې لاس تړلي د ولایت مرکز ته وړي دي.

اماني وايي چې د دې اربکیانو اړوند لا هم خبرې روانې دي، خو فعلاً يې له دوی نه وسلې اخیستي او ټول يې خلع سلاح کړي دي.

تر اوسه طالبانو د بادغیس په بالامرغاب کې د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو معمولاً طالبان د خپل بلنیز کمیسیون په هڅو د تسلیم شویو امنیتي ځواکونو او اربکیانو لیست د هرې میاشتې په پای کې خپروي.

د شنونکو په باور د دولت له لوري اربکیانو ته نا پامي، د اربکیانو او طالبانو تر منځ هم قومي او خپلویتوب د دې سبب کېږي چې دوی د یو بل پر ضد له جګړې لاس واخلي او د طالبانو ملګري شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د