معنى داره کلمه – سيد احسان الله الهام

زما دجــــانــان مينـــه ترعســــلو هــــم شيــــــرينــه ده

پاکــــه ده مستـــــــوره ده ترلمـــــرهـم راته سپينـه ده

ځـم به ورســــره دخـــداي پـــه فضـــل ترکـــــوثــــره زه

دامي عقـــيـــده ده ګـــډه زمــــــــــا دتن په وينــــــه ده

زخم دګــــنــــــاؤجـــــــــوړوي تــــــل پـــــه يـــوه نـــظــــر

والله بخـــتــــــوره زرمــــــــوره جــــــــــوهـــــريـــنــــه ده

دايو حقيقـت دى چي يې پـرې نــږدم مانه پـريــږدۍ

زه يـــم بې بــــــــاوره بــــــاوري حــسيـــنــه ميــنـــــه ده

هرڅو ک يې ليداى شي خوکه سترکي څـه دوربينې وي

بس يــوه ښــکلاده نـــه ليــــلاده نـــه شـــيــريـــنــــه ده

کــوريې دى دژبې او دزړه تــرمنـــځ په لـــويــــــــه لار

چــا زړه تــــه بلــلې چــــانـــه پټــــه ده سنـــګــيــنـــه ده

نشته بې لـــه دې په دنيـــاګۍ کي بل قلبي سکـــون

نرمــه تــــروېــښــمـــــوپه سخـــتـــوالي ډبــريــنــــه ده

ساتــــم يې په زړه کي تــــرابـــده دخــــالــق ج پــه نــوم

ښکلې معــــنــى داره کلـــمـــــه ده بــهـــتــريـــنـــــــه ده

کلــــه چي الــــهـــــامـــه! تخـــيل کي ورته ګــــورم زه

دې سپـيـڅــلې برخې تـــه دمـــرګ شــيـــبه اړيــنه ده

2011/07/19

سيد احسان الله الهام



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.