مصر - په وینو او لمبو کي

۱۴ اګست د مصر په تاریخ کي د قتل عام تر ټولو بده ورځ وه- د بشر د حقوق نړیوال سازمان

نن ټکی آسیا: د بشر د حقوقو نړیوال سازمان ویلي چي کوم قتل د مصر په پلازمینه قاهره کي د النهضه او رابعة العدویة په میدانونو کي د اګست پر ۱۴ د فوځ او امنیت له خوا تر سره شو، د هغه ساری د مصر په ټول تاریخ کي نه لیدل کیږي.

باید وویل شي چي د مرسي د پلویانو د احصائیاتو سره سم د اګست پر ۱۴ نیټه تر دوه نیم زره زیات غیر مسلح اسلام پلوه مظاهره چیان د مصري فوځ له خوا ووژل شول، او دوه ورځي وروسته د اګست په 16 یو ځل بیا په سلګونو ووژل شول.

د حقوق بشر نړیوال سازمان ویلي چي د 14 اګست په سهار په 6:45 بجو باندي مصري فوځ او پولیسو پر مظاهره چیانو غږ وکړ چي د میدان څخه ووزي، ځکه دوی به نور برید باندي کوي، او هغوی ته یی وویل چي څوک غواړي خصوصا ښځي او ماشومان دي د النصر سړک له لاري بیرون ووزي، او صرف لس یا پنځلس دقیقې وروسته یی برید وکړ، او ماشومان، ښځو او نورو ته یې هیڅ وخت هم ورنه کړ، چي له میدانه ووزي، او ځانونه خوندي کړي.

او زیاته یې کړه چي د بشر د حقوقو نړیوال سازمان هیڅ داسي دلیل ونه موند چي د مصر د پولیسو او فوځ له خوا دغسي یو وحشي او مرګونۍ برید دي توجیه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x