fbpx

د غزني خونړۍ ترافيکي پيښه خو مسٶليت د چا دى!؟

عبدالرحيم مطمئن

د غزني پيښه چې له امله يې تر اويا زيات افغانان د اور په لمبو کې وسوځيدل او لسګونه نور پکې  سخت ژوبل شول لومړۍ پيښه نده چې په هيواد کې رامنځته شوه.

ترافيکي پيښې په نړۍ کې معمول دي په ټولو پر مختلليو او وروسته پاتې هيوادونو کې دا ډول پيښې رامنځته کيږي؛ خو دلته وضعيت څه بل ډول دى مونږ او نوره نړۍ ډير توپير سره لرو زموږ سرکونو په تخنيكي لحاظ د هغو سرکونو له جملې څخه نه دي چې تيز رفتار دې ورباندې وشي.

کومه پيښه چې په غزني کې رامنځته شوه زموږ د معلوماتو له مخې د ډريورانو د بې احتياطۍ او د ترافيکي قوانينو د نه مرعات له امله وه.

دا پيښه په هيواد کې لومړۍ پيښه نه وه، لسګونه دې ته ورته پيښې رامنځته شوې چې زموږ د سلګونو هيواد والو ژوند يې اخيستى او لاهم ادامه لري؛ د دا ډول پيښو مسٶليت د موټر چلونکو او د ترانسپورټي شرکتونو د رئيسانو او دولت په غاړه دى .

1- موټر چولونکي د شرکتونو له لوري مجبوره کيږي چې د بل شرکت له بس څخه ځان مخته ورسوي چې په دې صورت کې هر ډريور ته نغذي او نورې جايزې ورکول کيږي او د نه رسيدو په صورت کې مجازات کيږي له شرکت څخه ايستل کيږي او له جدي عکس العمل سره مخ کيږي؛ هيره دي نه وي چې د دغه شرکتونو په سر کې د ” احمدشا بابا ابدالي” او ” ميوند وردګ ” شرکتونه قرار لري.

2- مو ټر چلونكي هم چې ډيرى په يادو شرکتونو پورې اړه لري، د ترافيکي قوانينو نه مراعات د سفر پر محال د نيشه يې توکو لکه چرسو او نورو استعمال، ددې سبب ګرځيدلي چې دا ډول پيښې رامنځته او د هيواد والو ژوند واخلي.

3- د دولت نه توجه، د يوې خاصي ترافيکي لايحې نه شتون، د سرکونو بيا رغاونې ته نه پاملرنه او له خاصو شرکتونو څخه د بډو اخيستل دي.

په دې هيله چې نور دولت، موټر چلونكي او ترانسپورټي شرکتونه دغه ستونزه جدي ونيسي او په وړاندې يې لازم اقدامات وکړي چې نور مو د ورته پيښو له امله هيواد وال د وير په ټغر کښيننې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د