د غور چارواکي: د قومندان په ګډون ۳۴ اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): د غور ولایت چارواکي وايي چې د دې ولایت په دولینه ولسوالۍ کې ۳۴ اربکیان د هغوی د قومندان په ګډون له ګڼو مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د دولینه ولسوال محمد حسین دانشیار وايي چې دې اربکیانو د خپل قومندان ضیاءالحق تر مشرۍ لاندې د دولینه په خاک یارک سیمه کې فعالیت درلود.

هغه وايي چې په تسلیم شویو کې يې څو تنه ملي پولیس هم شامل دي چې په یاده سیمه کې په دنده بوخت و.

د دولینه ولسوال وايي چې دغه سیمه د ولسوالۍ له مرکز نه ۴۰ کیلومتره لرې پرته ده او اوس پکې طالبان واکمن دي.

د هغه په خبره قومندان ضیاءالحق له ځان سره د پولیسو دوه رینجر موټر، ۳۰۰ میله کلاشینکوفونه، ۳ میله پیکا، یو میل د هوان او دهشکې مرمۍ او ګڼ نور مهمات هم طالبانو ته سپارلي دي.

د هغه په خبره د اربکیانو د قومندان ورور د طالبانو په لیکو کې ډلمشر دی چې اوس مهال دواړه سره یو ځای شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د بادغیس ولایت چارواکو بیا د هغو ۲۳ اربکیانو د نیولو خبر ورکړی چې غوښتل يې طالبانو ته تسلیم شي.

د بادغیس د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عزیز اماني وايي وړاندې تر دې چې اربکیان له طالبانو سره یو ځای شي د هغوی پر پوستو چاپه وهلې او ټول يې لاس تړلي د ولایت مرکز ته وړي دي.

تر اوسه طالبانو د غور د تسلیم شویو اربکیانو په اړه څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د