مصر - په وینو او لمبو کي

حسني مبارک د پوځ په لاس د قتل عام ملاتړ او خپل کور ته د تلو تیاری نیسي

د مصر د پخواني ولسمشر حسني مبارک مدافع وکیل وايي چې حسني مبارک د اخوانیانو پر ضد په پوځي کودتا ډیر خوشحاله دی، او د عبدالفتاح سیسي په مشرۍ د اخوانیانو د حکومت د راپرځولو کلک ملاتړ کوي.

فرید الدیب د حسني مبارک له خولې وايي چې د مصر پوځ د ولس ارادې ته وکتل او د هغې د تمثیل او تحقق لپاره یې اقدام وکړ.

د حسني مبارک مدافع وکیل له (المصري الیوم) ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې پخواني ولسمشر د هغو تروریستي اعمالو سخته غندنه کوي چې اخوانیان او همکارې ډلې یې په مصر کې ترسره کوي.

نوموړی زیاتوي چې حسني مبارک د قتل او تخریب هغه تروریستي اعمال هم غندي چې اخوانیانو پرې لاس پوری کړی.

خو الدیب نه دي واضحه کړې چې په روانو سولییزو مظاهرو کې د اخوانیانو په لاس څوک وژل شوي او کوم ځایونه تخریب شوي.

له بلې خوا عیني شاهدان وايي چې د حسني مبارک پخواني کور ته د خلکو تګ راتګ زیات شوی حال دا چې د نوموړی له سقوط څخه وروسته پرته له دوه ساتونکو څخه بل هیچا ته اجازه نه وه چې دغه کور ته ننوزي.

عیني شاهدان وايي چې د سه شنبې په ورځ يې ۷ کسان ولیدل چې د حسني مبارک پخواني کور ته ننوتل، د عیني شاهدانو په اند دا ددې نخښه ده چې په لنډو ورځو کې به حسنی مبارک بیرته خپل کور ته راشي.

ټاکل شوې ده چې درې ورځې وروسته (د اګست په ۲۵) به د پخواني ولسمشر حسني مبارک د برخلیک په اړه محکمه نهايي فیصله کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x