افغانستان

دادرس: عدلي او قضايي ارګانونه له نیمګړتیاوو ډک دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د حقوقي چارو کارپوه «عبد الشکور دادرس» وايي چې په افغانستان کې د عدلي او قضايي ارګانونو پرنیسپونه ګڼې ستونزې لري او د دې جوګه نه دي چې په متهم باندې د اعدام جزا تطبیق کړي.

نوموړي له شمشاد تلویزون سره په خبرو کې د اعدام جزا ډیره خطرناکه وبلله او ټینګار یې وکړ چې په تطبیق کې یې باید «نهایت دقت» وشي.

ښاغلی دادرس دا مني چې د طالب په تور د شپږ تنو بندیانو د اعدام پروسه له درېګونو محکمو څخه تېره شوې، خو اندیښنه څرګندوي چې ښايي د تحقیق، کشف او محاکمې په دوران کې عدالت نه وي تطبیق شوی.

نوموړي چې د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو څېړلو کمیټې غړی هم وه، د هیواد قضايي چارې له نیمګړتیاوو ډکې وبللې او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د شکنجو په زور اعترافات اخیستل کیږي. هغه زیاته کړه چې د یو عیني شاهد په توګه یې داسې پېښې لیدلي چې فقط د ږیرې او لنګوټې په جرم یو څوک نیول شوی وي.

ښاغلي دادرس وویل چې له متهم څخه د تحقیقاتو صلاحیت یوازې د څارنوال پورې محدود دی، خو د افغانستان په قضايي محاکمو کې داسې قضیې شته چې ګرفتاري او تحقیق د امریکایانو او بهرنیانو لخوا ترسره شوي وي.

نوموړی د اعدام پرېکړه په قانوني لحاظ د ولسمشر حق ګڼي، خو زیاتوي چې ولسمشر باید دا صلاحیت هغه وخت تطبیق کړي چې د محکمې د عدالت له اړخه ډاډه او مطمئن شي.

حقوقي کارپوه عبد الشکور دادرس وايي چې د قانون تطبیق کوونکی باید مجرب، پوه او بې طرفه وي. د نوموړي په باور، افغانستان څلویښت کاله په جګړه کې ښکېل دی، دلته د عدالت لپاره د اړینو شرایطو د رامینځته شونتیا ډیره کمزورې ده.

ښاغلی دادرس هغه استدلال هم پرځای نه بولي چې د اعدام په تطبیق سره به مقابل لوری تر تاثیر لاندې شي او وبه ډار شي. ښاغلی دادرس زیاتوي چې له مجازاتو څخه هدف اصلاح ده نه تعذیب، د هغه په وینا، کله چې د مجازاتو هدف د اصلاح په ځای «تعذیب» وګرځول شي نو د عمل او عکس العمل طبیعي قانون راژوندی کیږي او په لوی لاس نور مجرمین زیږول کیږي.

سربېره پردی، نوموړی د اوسنیو عدلي او قضایي وړتیاوو د کفایت او شفافیت په اړه ډاډه نه دی او د افغانستان په محاکمو کې د متهمینو روا حقوق ضایع شوي ګڼي.

ښاغلی دادرس وايي چې د افغانستان د جزايي قانون له مخې باید د نیول کېدو سمدستي وروسته د متهم کور ته خبر ورکړل شي او همداراز متهم کس د نیول کیدو سمدستي وروسته د مدافع وکیل د درلودلو حق لري. خو د نوموړي په باور، په افغانستان کې دا حقوق تر پښو لاندې دي او د داسې قضیو عیني شاهد دی چې د متهم د تحقیق په ټوله دوسیه کې مدافع وکیل هیڅ شتون نه درلود.

عبد الشکور دادرس ټینګار کوي چې د کشف، تحقیق، دعوې د اقامې او د محکمې په مورد کې ګڼې ستونزې موجودې دي، نوموړی اندیښنه څرګندوي چې د افغانستان اوسنی عدلي او قضايي ارګانونه داسې عادلانه او شفاف پرنسیپونه نه لري چې له مخې په یو متهم باندې په ډاډ او اطمنان سره د اعدام په څېر درنه جزا تطبیق شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبیدالله

که چیری دادرس د عدلی او قضایی ادارو په راس کی مقرر شی بیا خیر او خیریت دی نه کومه خلا شته او نه کمی. شرم هم د یو شی نوم دی که یی دی وپیژنی.

اخترمحمد گیلانی

عبیدالله وروره شورای نظار اویا امریکایانو سه دالر درته منلی دی او که دی وخته قبض کری دی زه په تا وشرمیدم

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x